کندهار:پرناټو ځواکونو بمي چاودنه وشوه

34 | اپریل 16th, 2008


دکندهار په ژېړۍ ولسوالي کمې پر ناټو ځواکونو بمي چاودنه شوې چې دوه پوځيان يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي . ناټو دخپلو وژل شويو  سرتېرو هويت نه ښيي خو وايي چې دوه ټپيان يې روغتون ته رسولي دي . ناټو په يوه خبرپاڼه کي پېښه منلې خو دقيق ځاى يې نه دى ښودلى البته وسله وال طالبان او دژېړى ولسوالي چارواکي دپېښي ځاى دژېړۍ ولسوالي دماکوان سيمه بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024