کور / رسنۍ / د ازادۍ كاڼى د نذرمحمد پانيزي اثر پاچاپ شو

د ازادۍ كاڼى د نذرمحمد پانيزي اثر پاچاپ شو

چې د خمار په نشه مسته سره و غځېږي


له ډېره زوره څخه سمه پر نيمي ما تېږي


د سهيلي پښتونخوا د پېژندل شوي شاعر، اديب ، او ليكوال، ښاغلي نذرمحمد نظر پانيزي د لنډ كيسو ټولګه د ازادۍ كاڼى تازه له چاپه راووته ، په دې ټولګه كې ټول ټال اتلس لنډې كيسې دې چې په زړه پوري او د ويلو وړ دي دا ټولګه چې د سكام ادبي اكيډمۍ له خوا چاپ شوې ده نو دې ټولنې تر دې له مخه هم په لسګونو نور كتابونه چاپ كړي دي.


د يادونې وړ ده چې د ازادۍ كاڼى په دې ټولګه كې يوه لنډه كيسه چې ليكوال د خپل كتاب نوم همدا غوره كړى دى ، د ازادۍ كاڼى چې سردار شېرك او شېرعلي به په ۱۹۱۹ عيسوي كال كې له فيرنګي سره د جګړې پر وخت د مورچې په توګه كاراوۀ ، چې له ږوب ښار څخه د كوټي پر لاره دڅړك پر غاړه باندي پروت دى .