کور / تازه خبرونه / ډيورنډ : دطالبانو ديوه قوماندان په ګډون ٦ ووژل شول

ډيورنډ : دطالبانو ديوه قوماندان په ګډون ٦ ووژل شول

وسله واله نښته دډيورنډ پولي ته څېرمه دزابل ولايت کپه اټه غر ولسوالي کې وشوه . دکندهار دسرحدي ليوا قوماندان رازق خان وايي چې دطالبانو ديوه سيمه ييز قوماندان ملا منان په ګډون يې پنځه وسله وال طالبان  وژلي دي . ده داهم ومنل چې په دغهوسله واله جګړه کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او  يو بل ټپي شوى دى . وسله وال طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني خو داعوه کوي چې سرحدي پوليسو ته يې زيان اړولى دى .