کور / تازه خبرونه / پروېز كامبخش: ما مه وژنئ!

پروېز كامبخش: ما مه وژنئ!

د ژورناليزم د پوهنځي په مرګ محكوم سوى محصل سيد پروېز كامبخش چي له څو مياشتو راهيسي په زندان كي شپې ورځي تېروي، د محكمې پر قاضي ږغ كړى دئ، چي د مرګ سزا ورنكړي.
كامبخش د جنوري په مياشت كي د اسلام مقدس دين ته د سپكاوي په تور د بلخ مرافعه محكمې په مرګ محكوم كړ.
پر نوموړي تور دئ چي پر قرآني آيتونو يې يوه انتقادي ليكنه كړې وه، خو پروېز وايي له ده سره نيول سوې ليكنه يې خپله نه وه، بلكي د يوه اېراني ليكوال وه، چي له انټرنيټ څخه يې د لوستلو په موخه كاپي كړې وه.
پروېز كامبخش چي د مارچ پر ۲۸مه د بلخ له زندان څخه د كابل پلچرخي محبس ته را انتقال سوى دئ، د برخليك په اړه يې د جمهوررئيس كرزي په ګډون د افغان ژورناليستانو بېلابېلو ټولنو، د بشري حقونو او د ملګروملتونو ادارې خپلي اندېښنې څرګندي كړي دي.