کور / تازه خبرونه / سترجنرال عبدالرحيم وردګ له دفاع وزارته استعفا وکړه

سترجنرال عبدالرحيم وردګ له دفاع وزارته استعفا وکړه

ستر جنرال عبدالرحیم وردک د دفاع وزارت له سرپرستۍ څخه پخپله استعفا وکړه!

د افغانستان ددفاع سرپرست وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردک، چې د شنبې په ورځ ولسي جرګې د کورنیو چارو له وزیر بسم الله محمدي سره یوځای د سلب اعتماد رایې ورکړې وې، نن یی دخبریالانو په وړاندی پخپله داستعفا اعلان وکړی.

ولسمشر کرزي د ولسي جرګې پرېکړه منلې وه او ویلي یې وو، چې د اساسي قانون د ۹۲ مادې پراساس د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوی کوي.

کرزی دامنیت شورا په مشوره د یکشنبې په ورځ له جنرال وردک او مل پاسوال محمدي څخه وغوښتل چې د نویو وزیرانو تر ټاکلو مودی پوري د سرپرستو وزیرانو په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د کرزی دا پرېکړې د ولسي جرګې یو شمېر غړ ی په غوسه کړل او تر سختو نیوکو وروسته دوي وویل چې کرزی باید د نویو وزیرانو تر معرفي کولو پوري د ښاغلیو وردک او محمدي مرستیالان د سرپرستو وزیرانو په توګه ګومارلي وای.

داسی مالومیږی چې د عبدالرحیم وردک ننی اعلان، به بسم الله محمدي هم وهڅوي چې ورته کار وکړي.

جنرال وردک څو شېبې مخکې د ملی دفاع په وزارت کې د خبریالانو سره په خبرو کې دخپلی استعفا اعلان څرګند کړی.، وردک له کرزی څخه مننه وکړه چې ده ته یې د سرپرست وزیر په توګه کار ته د دوام ورکولو وړاندیز کړی دی.خو له دې سره سره نه غواړي چې د دفاع وزیر په توګه دی کار وکړي.
دولسی جرګی رئیس پرون رسینو ته وویل چي د کرزی څخه غواړي چي دغه دوه سرپرسته وزیران د خپلو دندو څخه لیری کړی اوپر ځای یی ډیر ژرنوی وزیران دباور رایی اخیستلو لپاره ولسی جر ګی ته مرفی کړی.ولي اولسمشر د پخوا په شان دواړه شړل شوی وزیران سر پرست وزیران ونومول.

ولسي جرګې ددفاع او کورنیو چارو وزیران د دې لپاره سلب اعتماد کړی وه، چې په وزارتونو کی یی اجرائت کمزوري ښکاریدل او فساد او رشوت یی په وزارتونو کې اوج ته رسېدلی وو .
او همدارنګه د پاکستان د توغندويي حملو په وړاندې دغو وزریرانو لازم اقدامات ونه کړل.نوپه دي اړه وکیلانو په پراخ اکثریت سره ددفاع او کورنیو چارو وزیران دخپلودندو څخه لیری کړل.اوس به بسم الله محمدی وګورو چه دخپل ځان په اړه کومه پریکړه اعلان کړی.

دخبر سرچینه: داریانا تلویزیون افغانستان