سيدعبدالغفار د هرات امنيې قومندان په توګه وټاکل سو

د لراوبر اداره | اگست 7th, 2012


ولسمشر حامد کرزی نن سید عبدالغفار دهرات دامنیه قو ماندان په توګه وټاکې .
ولمسشر کرزي د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د هرات ولایت په امنیتي اداره کې اساسي بدلونونه رامنځته کړي او په دغه ولایت کې د ناامنیو او د جنایي پیښو د عواملو د له منځه وړلو په لاره کې دې په بیړنیو اقداماتو لاس پورې کړي.

د هېواد جمهوررئیس نن د کورنیو چارو وزارت یو تجربه لرونکی افسر سید عبدالغفار د هرات ولایت د امنیې قوماندانې د قوماندان په توګه وټاکه.

د جمهوري رياست څخه د ترلاسه خبرونو له مخي نوموړي ته لارښوونه سوې چې په دغه ولایت کې دې د امنیت د اعادې، د ناامنیو د عواملو په پیژندنه او محاکمې ته د هغو د راکشولو په لاره کې له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024