کور / تازه خبرونه / دغوردچهارصدې ولسوالۍ دپولیسوقوماندان په یوه برید کي ووژل سو

دغوردچهارصدې ولسوالۍ دپولیسوقوماندان په یوه برید کي ووژل سو

دغوردچهارصدې ولسوالۍ دپولیسوپرقوماندان باندي پرون دسهار پرنهوبجو په داسي مهال کي چاودنه وسوه کله چي دی دولسوالۍ مرکز ته دیادي ولسوالۍ دشورا دمشر، یو حکومتي مامور او یوه پولیس سره پرلاري پیاده روان وو.چاودېدونکو توکي دخره په ځل کي ځای پرځای سوي وه چي دپولیسوقوماندان یې وواژه او نور ټول یې سخت اوسطحي ټپیان کړل. دا په ۲۰۱۲ کي لومړۍ پېښه ده چي په چهارصده کي رامنځ ته کیږي اودپرون دپيښي دمسؤلیت اخیستلو په اړه تردې مهال چا څه نه دي ویلي.