کور / تازه خبرونه / کندهاري سوداګرو د زندانيانو سره مرسته وکړه

کندهاري سوداګرو د زندانيانو سره مرسته وکړه

کندهار افغانستان- د کندهار يو شمېر سوداګرو ددې ولايت په لوى محبس کي له شپږو سوو زندانيانو سره د روژې په مياشت کي د لاس نيوي او کومک په موخه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.
ددې ولايت د درمل پلورونکو د اتحاديې غړو په خپل شخصي لګښت سره زندانيانو ته داختر لپاره يوه يوه جوړه کالي، ٢ نيم ټنه درمل او سلګونه کيلو ګرامه چاى مرسته وکړه او دا يې په ډاګه کړه چي خپله اسلامي او وطني پريضه يې په ښه توګه ادا کړې ده.
په کندهار کي د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر حاجي اغا نن د کندهار په لوى محبس کي رسنيو سره په خبرو کي وويل چي ننۍ مرسته يې د خاص افغاني، اسلامي او وطني احساس پر بنسټ کړې ده او له ټولو هغو کسانو چي په دې مرسته کي برخوال دي مننه کوي.
نوموړي پر نورو تجارو او سوداګرو هم ږغ وکړى چي د خپلو ناوسو او ناتوانه وطن والو لاس نيوى وکړي او د روژې په مبارکه مياشت کي ورسره لازمه او اړينه همکاري وکړي.

د کندهار د لوى محبس مدير سمونوال غلام فاروق وويل چي دغه مرسته به په زندان کي د سته بنديانو لپاره زياته مؤثره وي او دوى به وکولاى سي چي له دوا څخه په استفاده باندي د ناروغېدونکو بنديانو درملنه په ژر وخت کي وکړي.
نوموړي د کندهاري تجارو له دې احساسه مننه او قدردانى وکړى او پر نورو يې هم ږغ وکړى چي ورته ګام پورته کړي او په محبس کي بنديانو د خپلو مرستو يوه برخه وګرځوي.