عنايت الله نظري د ملي دفاع وزارت سرپرست وټاکل سو

د لراوبر اداره | اگست 8th, 2012


د افغانستان د ولسمشرۍ له لوري څارنپوه عنایت الله نظري د ملي دفاع د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دي .ښاغلی نظري مخکي ددفاع وزارت د لمړی مرستیال په تو ګه دنده درلوده.
څارنپوه عنایت الله نظري د پروان ولایت دجبل السراج په ولسوالۍ کې زیږېدلی دی، او د ښوونځي بشپړولو وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی يي لوستی دی .
نوموړي د بلخ، چمتال ولسوالۍ، مزار شریف او کابل څارنوالۍ کې دندي ترسره کړی دي.
ښاغلی نظری به د دفاع وزارت د ولسمشر حامد کرزي له لوري د نوي ټاکل کېدونکي وزیر تر نېټې پورې خپله دنده مخته وړي.

Copyright Larawbar 2007-2024