کور / شعر / لا ويده يي

لا ويده يي

سره غرمه شوله جانانه لا ويده يي
شولې پاته له کاروانه لا ويده يي
مونږ يوې مړۍ ډوډۍ ته لا حيران يو
خلک لاړل تر اسمانه لا ويده يي
ترقي ده د تعليم سره تړلې
ځان خبر کړه له جهانه لا ويده يي
صرف په برخه زمونږ وينه تويدل دي
ژوند خو دا ندی جانانه لا ويده يي

څوبه خط د ډيورنډ زمونږ تر مينځ وي
لر او بر افغانستانه لا ويده يي
کړه د کنډو يتيمانو اوښکې پاکې
ای د سولې ډک بارانه لا ويده يي
وران ويجاړ يي کړی لا هم په تا کې ګرځي
خفه نه شې کا بل جانه لا ويده يي
د حفيظ مليار په ژوند وطن ګلشن کړه
زر شه پا څيږه ارمانه لا ويده يي