کور / تازه خبرونه / طالبان په ۲ ځانمرګي بريدونو کي ۱۷ امريکايان ووژل سول

طالبان په ۲ ځانمرګي بريدونو کي ۱۷ امريکايان ووژل سول

نن شاوخوا ۱۰ بجې د کنړ په مرکز اسد اباد کي د ولايتي شورا ودانۍ ته څېرمه د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان دوه ځانمرګي بريدونه وسول . چي د ذبيح الله مجاهد په وينا ۱۷ کسه امريکايان پکښي ووژل سول او يو شمېر نور زخميان سول .
ناټو او غربي رسنيو هم نن دافغانستان په ختيځ کي د بريد په ترڅ کي د ۳ بهرنيو پوځيانو وژنه منلې وه .
ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل بريد په داسي وخت کي وسو چي امريکايان له خپلو موټرونو راکښته سوي وه ، مجاهد وايي چي تر بريدونو وروسته نورو امريکايي سرتېرو هري خواته ټکان کول چي ښايي ملکي خلکو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې وي .