کور / تازه خبرونه / فراه: د ماين په چاودنه کي ملکي خلک وژل سويدي

فراه: د ماين په چاودنه کي ملکي خلک وژل سويدي

د فراه ولايت مطبوعاتي دفتر مسول عبدالرحمن ژوندی وايي پرون ماسپښین وروسته تر هغی پیښي چی وسله والو مخالفینو پر لویه لاره ددارستان سیمه کی چی، دبالابلوک ولسوالې پوري اړونده ده ماین ځای پرځای کړی و ۳ کسه ملکی وکړي شهیدان و ۳ نور یی ژوبل سويدي چي د نوموړي په وينا سمدستی امنیتی ځواکونه سیمی ته ورسیدل او دطالبانو سره په نښته کښیوتل چی په پایله کی څلورطالبان مړه او ۲نوریی ژوندې ونیول شول.
د فراه والي وياند عبدالرحمن ژوندي په وينا دغه جنګ لويي لاري ته څیرمه دکال قلعه په کلی کوو چي د روژه مات تر وخته يې دوام وکړ.
د فراه چارواکي وايي چي اوس د پېښي په سيمه کي وضیعت عادي حالت ته راغلی دی .