د نورښار جلوزو کیمپ کې ٢ مړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 9th, 2012


د پیښور سره نږدې د نوښار په جلوزو کیمپ کې د قبایلي سیمو نه د پوځي عملیاتو له عمله په بې کوره شوو خلکو کې د یوې غیر دولتی ادارې لخوا د امدادي سامانونو د تقسیم په وخت د خلکو د خورولو لپاره په ډزو کې یو کس وژل شوی، او وروسته په هله ګله کې یوه ښځه هم وژل شوې.
دغلته د یوې غیر سرکاري ادارې کارکونکې وايي د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې خورولو لپاره یوه امنییت ساتونکي پرې ډزې وکړي.
د جلوزو کیمپ مشر نور اکبر اپریدی وایي، په دغه پېښه کې یو سړی په ډزو او یوه ښځه وروستو په ټیل ماټېل کې وژل شوې، او درې کسان ژوبل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024