کور / تازه خبرونه / دپکتيامشرانو خپل والي کارونه وستايل

دپکتيامشرانو خپل والي کارونه وستايل

د پکتيا ولايت د ديارلسو ولسواليو د قومي شوراګانو لسګونه استازو د ولايتي شورىٰ د غړيو په ګډون د پكتيا ولايت ورستيو رغنيزو كارونو ستاينه وکړه او د پكتيا والي جمعه خان همدرد ته يې لونګۍ پر سر وركښېښوده.
په غونډه كې قومي مشرانو له والي نه مننه وكړه چې د دۀ په راتګ سره  ګڼ شمېر د بيا رغونې لويې او وړې پروژې ترسره شوې دي.
پكتياوالو قومي مشرانو چې په دې غونډه كې راټول شوي وو، وويل: پكتياوال خپل دوستان (خدمتګاران)او دښمنان له هر چا ښه پېژني ، مشرانو په يوه خوله دا خبره كوله چې دوئ به د هغه چا  ستاينه او ملاتړ وكړي چې د پكتيا له پاره ښه او د زړۀ له تله كار كوي، قومي مشرانو په دې غونډه كې دا هم ويل چې پخوا به پښتنو د مړو نمانځنه كوله خو نن دا خبره برعكس شوې چې موږ نن ژوندي نمانځو.




 
په دې غونډه كې قومي مشرانو د ستاينې راوړې ورېښمينه لونګئ د  والي جمعه خان همدرد  پر سر كېښوده او له هغه څخه يې وغوښتل چې د دې لونګۍ نور قدر پر ځاى  كړي او پكتيا ته نوره هم چې څومره يې وس كيږي پاملرنه وكړي.


غونډې ته راغلو مشرانو غوښتنه كوله چې دې  ولايت ته شوى كار بسنه نه كوي اړينه ده چې  نوره پاملرنه هم  ورته وشي، دوئ وويل چې  د نورو ولايتونو په پرتله په پكتيا كې اوس هم د بيارغونې ډېره اړتيا شته او له مركزي دولت څخه د ګيلې په څرګندولو دوئ دا هم وښودله چې د نورو سرحدي او ځينو نورو ولايتونو په څېر پكتيا ولايت ته هغومره پام نه كوي لكه څومره حق چې كيږي، د غونډې ګډونوالو په نړيوالو مرسنتدويه ادارو هم د مور او ميرې د چلند تور پورې كړ او ويې ويل چې  د سويل ختيځ زون شپېتۀ سلنه بهرنۍ مرستې په يو ولايت كې لګول كيږي او پاتې نورې په نورو ولايتونو كې.


والي جمعه خان همدرد په خپل وار له ټولو قومي مشرانو سره ژمنه وكړه چې په پكتيا ولايت كې ترسره شوې د بيار غونې چارې  بس  نه دي او ژمنه يې وكړه چې د پكتيا د پرمختګ له پاره به له هرډول قرباني ځان ونه غړوي، دغه راز نوموړي زياته كړه چې د پكتيا لپاره په جوړ شوي پينځه كلن پراختيايي پلان كې د اړتيا وړ پروژې نيول شوې چې په عملي كولو سره به يې د پكتياوالو ژوند څرګند توپير وكړي.


همدرد له دې وړاندې د يوې غونډې په ترڅ كې ويلي وۀ چې په راتلونكي كال كې به د مچلغو د بند د تړلو اود ګردېز  بالاحصار د رغونې چارې هم پيلوي.


د يادولو ده چې له دې وړاندې د اسيا فونډيشن له لوري د پكتيا والي د ښو خدمتونو له امله په يو ستاينلك ووياړل شو.