کور / شعر / د قلم مل يو څو شعرونه

د قلم مل يو څو شعرونه

حبیب الله قلم مل
څنګه چي شفق ته ماځيګر سورخي ورکړېده

داسي انارګل ته زموږ ځيګر سورخي ورکړېده

مفت يې ژوندون نه ښکاري دپاڼو په رګونو کي

دې ونو خزان ته دثمر سورخي ورکړېده

۱\۱۴\۱۳۹۰

ماته هينداره ده انځور دنفاق

په کښي تصوير دناکامۍ ښکاريږي

روغه آينه کي به ځانونه ګورو

نخښي پکښې دورورولۍ ښکاريږي

۱۴\۱۲\۱۳۸۹

چي زه ته سم او ته زه سې

زه دي تن او ته مي زړه سې

زما په درد به هله پوه سې

چي خبر دي په کاته سې

تمه دمرګي په غيږکي نغښتې ده

ځکه د زړکي په غيږکي نغښتې ده

هيلي دغوښتونو په بلاوو خورې

دا دي نامردي په غيږکي نغښتې ده

۱۳\۱۲\۱۳۸۹

زموږ اميد وو چي ته راسې دوی به نه وي

دجګرې دمور بد مرغه زوی به نه وي

خو افسوز چي ته راستون سوې آخر ځې به

ديوالي دګلونو بوی به نه وي

۷\۷\۱۳۸۹

د درد سړي چي مي دتن غره کي کيږدۍ وهله

د زړه شپونکي ورته په څومره سوز شپېلۍ وهله

د احساس مور دننګ بچي دشېبو غېږته سپارل

هر لحظه بې دغيرت ناره پر دوی وهله

دوی يو دبل په ضد جنګ وکړ بس په دومره توپير

يوه بې پاڼي بل بې څانګه پر غوټۍ وهله

دزغم وګړي سپر دستونزو دبلاوو مخته

تياره سړي بې په څپېړه دسپوږمۍ وهله

د ذهنيت دلارويو دکاروان څاروانه

هار ناره نسته چي به تا پر خاموشۍ وهله

خوږوالی دخبرو يې خوږوالی نور پيداکړي

چي کله ليونی سي له هوښياره مرور

په ښار کي غلطي وه که په خلګو کي بدي وه

سړي وو تلی صحرا ته له بازاره مرور

د ژوند پاته لحظې بې د فنا غيږي ته لويږي

بڅرکی چي سي کله له انګاره مرور

قلم چي دهنر په ګوتو نه نيسي پوهيږم

لټۍ پر اوږو وړی دی له کاره مرور

سکون چي کله ستون سي اوپخلا زخمي وجود کړي

په دې شېبو کي درد سي له پرهاره مرور

درد یې د پرهر دی په پرهار کي زخمي سوی

زغم دغم په لاس دی په دې ښار کي زخمي سوی

څوبه حوصلې ته وسلې دقناعت راوړو

زموږ د پرمختګ یون په دې لار کي زخمي سوی

شپه چي راغله ويې کړ تعجب داسي یې وويل

ورځي! تن دي څنګه په سهار کي زخمي سوی

ومي ليدل دوه مريضان وه پر يوه کټ پراته

يو د ورور په جنګ بل په بمبار کي زخمي سوی

زيان يې ومغزو ته رسيدلي ليولی چي سوو

سر ددې غريب سړي په کار کي زخمي سوی

۱۰\۱۰\۱۳۸۹

احساس سرتيری دی د درد په توپک زړه ښکاروي

چي لږ څه پوهه لري داښکاري هغه ښکاروي

دقدرتونو په قانون کي يوه داماده ده

چي زورور دي دکمزوري ځيګر نه ښکاروي

دستونزو ږمونځ مي ږمونځوي ورېښته دعمر دسر

وايي د زلفو څو ماران په دې نيزه ښکاروي

دتکليف غشي به نور ګرځوم دصبر په سپر

ځکه داغشي دبې صبرو حوصله ښکاروي

دشاعرۍ د مسؤليت پېټۍ تر هغه وړمه

چي د اجل افي ښامار دا خزانه ښکاروي

۹\۹\۱۳۸۹

جام د زغم کي په خوښيو خوښ شراب را

غم د غم پر کور نازل کړې انقلاب را

د زړه درد به د زړه لوښی اخير سوری کړي

جوړېدو ته يې له خپل دره اسباب را

د رحمت په کان کي سته غمي د رحم

را ايستلو تې وموږ ته توان او تاب را

دنفرت په ګرځو واړه يو لړلي

وپرېوللو ته يې ستا دغفران آب را

په لوستو چي راکوي تسکين و روح ته

محبت دې الهی ددې کتاب را

قلم مل دی دکناه لباس اغوستی

ته دعفي د وريښمين ټوکر حجاب را

۱۷\۷\۱۳۸۹

رڼا دسولي را وړه کور مو تياره اختره

دغم په شپو کي ناست يو نسته ډېوه اختره

اميد لمر به کله دسپين سهار په غيږ کي

دخوښۍ څرک ووهي سي راښکاره اختره

دچا دهيلو غمي په مړو ايرو کي پراته

دچا پر صبر بله د اور لمبه اختره

دخوشحالۍ په ورځ مو لکه چي څوک آزار کړ

چي ده ښېرا راپسې لکه سايه اختره

تلل دغرور پر نيلي عجز يې هير وو ځکه

پر نيمه لار سوه پاته دا قافله اختره

دقلم مل په خوله کي دسوز شپېلۍ پرته ده

دهر چا غوږ کي وهي د وير ناره اختره

۱۳\۷\۱۳۸۹

اچولی چې پر سر دحیا شال دی

ښځه حور حوریت یی ستر کمال دی

چی مستوره وی نو حوره دی تر جار سي

چی جمال وی څومره پټ هغه جمال دی

بد رنګي له ښایست زیږی چی ښکاره سي

دښکلا ظاهریده بس لوی زوال دی

پوښ حیا، حیا ایمان د هر وګړي

په پرده کي پروت غرت اوپروت جلال دی

په حجاب کي داسلام به وجود نغاړې

په قران کي دا ارشاد د ذالجلال دی

قلم مله دغه دوه تر دوو لوګی سه

تر ناموس او دین قربان می سراومال دی

۱۳۹۱/۵/۱