کور / تازه خبرونه / لغمان:ناټو وايي ۲ بريدګر تر بريدمخکي ووژل سول ، طالبان وايي بريګر څلور امريکايان ووژل

لغمان:ناټو وايي ۲ بريدګر تر بريدمخکي ووژل سول ، طالبان وايي بريګر څلور امريکايان ووژل

د سپوږمۍ راډيو د خبر له مخي ايساف وايي، د ملي اردو هغه سرتیرى يې وژلى دی ، چې نن سهار يې په لغمان کې ددوي پر سرتیرو ډ زې کړې وې.په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د زمري په ١٩مه، رسنيو ته وويل ، چې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د ملي اردو يوه سرتیري د ايساف پر سرتیرو ډزې وکړې .سرچينې زياته کړې ،چې په دې ډزو کې د ايساف سرتیري نه دي وژل شوي، خو په ځوابي بريد کې د ملي اردو ياد شوى سرتیرى وژل شوى دي.ايساف وايي، چې په سيمه کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډه ددې پیښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
خو دملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال دولت وزيري رسنيو ته وويل،د ملي اردو په جامو کې يوتن غوښتل ،چې د ايساف پر سرتېرو بريد وکړي.هغه زياته کړه، چې د مهترلام د ګډو ځواکونو دهمغږۍ د مرکز د يوه سرتیري لخوا بريد کوونکى له بريده مخکې وژل شوى دى.د
دلغمان دوالی وياند سرحدي ځواک رسنيو ته وويل،دوو وسلوالو هڅه کوله، چې ياد مرکز ته ننوځي ،خو د پوليسو د چټک غبرګون او ملي اردو سرتېرو په دغو دواړو وسلوالو ډزې کړي او نه يې دي پرېښي ،چې خپل هدف ته ورسیږی .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلي ليک کي ادعا کړې چي نن سهار ۷ بجې د لغمان مرکز مربوط علی خيلو سیمه کې په امريکايی او داخلي ګډ مرکز کې دننه يو افغان عسکر عبدالصمد چې دکونړ ولایت اوسیدونکی وو په امريکايانو وسلوال برید ترسره کړ چې له امله يي ۶ امريکايي افسران او عسکر قتل او ۳ نور ټپيان شول.