کور / سپورټي / روح الله نېکپا د لندن په المپیک کې د ژړومیډال وګاټه

روح الله نېکپا د لندن په المپیک کې د ژړومیډال وګاټه

نن پنجشنبه داګست ۱۹ او دزمری دمیاشتی ۱۹ نیټه د لندن د ۲۰۱۲ کال د المپیک په
لوبو کې د افغانستان د تکواندو تکړه لوبغاړی روح الله نیکپا نن شپه بریتانوي
لوبغاړي ته څلور په پنځو په ماتې ورکولو سره د ژېړو یا برونزومیډال ترلاسه کړاود
افغانستان بیرغ یی دالمپیک دلوبو پرډګر کي په ویاړ سره هسک کړ.



نېکپا درې لوبې وګټلې خو یوه یې په داسي حال کي بایلوله چه د ایرانی لوبغاړی
سره دلوبي تر پایه اوږه په اوږه پرمخ روان وو. اودلوبی په ورستي شیبوکي ایرانی سیال
ځنی مخکي شواو لوبه یی دیوه امتیاز په تفاوت سره وبایلله.


د افغانستان د تکواندو دغه تکړه لوبغاړي روح الله نېکپا د لندن په روانو سیالیو
کې خپله لومړنۍ لوبه له پولنډي سیاله څخه پنځه په دوولسووګټله. چي دا د لندن په
روان المپیک کې د افغانستان د یوه تکړه لوبغاړي د لوبي لومړنۍ بری وو. دوهمه لوبه
یې پر ایراني لوبغاړي وبایلله او په دې توګه د سرو زرواو سپینو زروله له میډالونو
څخه پاتې شو.
خودرېمه لوبه یې د مرکزي افریقا د هیواد له لوبغاړي څخه په ډېرلوړ
تفاوت یعني دوه په څوارلس وګټله.
نېکپا د بېجنګ د ۲۰۰۸ کال په المپیکي لوبو کې
هم د ژړو یا برونزو میډال ګټلی وو.
دلراوبرد ویب پا ڼي کارکونکی اوغړي یی و روح
الله نیکپا ته ددي ستر برۍ مبارکی وایی اودا برۍ د ټولو افغانانو لپاره د
ویاړاوافتخار برې بولي.
موبارک مو سه


خوښ يې کړئ او ويې لېږئ