کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد اسحاق ننګيال د نهم تلين په ياد !

د ارواښاد اسحاق ننګيال د نهم تلين په ياد !


ګرانو لوستونکو تاسې ته به مالومه وي چې د ارواښاد اسحق ننګيال نهم تلين د ١٣٨٧ کال د ثور په اتمه نيټه پوره کيږي. د سمسور  او ننګيال ويبپاڼې د ټولو ليکوالو او شاعرانو څخه په ډېر  درنښت هيله کوي چې په دې لنډ تنګ وخت کې دې د مرحوم ننګيال په اړه خپلې ليکنې او شعرونه راوليږي، چې په نوموړو پاڼو کې يې ځای پر ځای کړو. دې کار سره به نه يوازې دا چې دارواښادياد تازه شوی وي، بلکې اجر به يې تاسې او  د مرحوم ننګيال  روح ته  هم رسيدلی وي.


د يادونې وړ ده چې ستاسې نوې او زړې ټولې ليکنې به بيا د سمسور او ننګيال  ويبپاڼو چلوونکی  سمسور حبيبي  د کتاب په شکل خپور او چاپ  کړي. همدا رنګه د ننګيال مرحوم (( سيندونه هم مري)) او (( ډالۍ)) چې شعري ټولګې دي، په نوموړو ويبپاڼو کې پر ليکه شوی دی او د  نهم تلين په ياد به يې دوه نور کتابونه چې يو يې (( سيند په منګي کې))  چې د بېلابېلو مقالو ټولګه ده او بل يې    (( سيوری ))  چې ناول دی هم پر ليکه شي. همدارنګه به د ننګيال ويبپاڼې ډيزاين چې ښاغلي نيک محمد ويال پرې ډېره خواري کړې ده په نوې بڼه ستاسې پر وړاندې ښکاره شي.


يو ځل بيا له ټولو شاعرانو او ليکلوالو څخه هيله کيږي چې د ثور له اتمې نيټې څخه مخکې خپلې ليکنې او شعرونه په لاندينۍ پته راوليږي.


Samsoor Habibi
Elver Alle 28,23400 Hillerød
Denmark
Tele: 0045-30356608
E-Mail : samsoor@afghanstars.net


 


د ننګيال ژوند ليک


 يو باد، يو منصور


يو باد رالګېدلی ما له ځانه سره وړي
دزړه آس مې له باره دآرمانه سره وړي
دشپو پر اوښ يو غل دی زموږ کلي ته راغلی
ګلونه اوباغونه له باغوانه سره وړي
يو پل وم چېرته لرې ستا پر لاره زرغون شوی
يو لوټ مې اوس له بادوله بارانه سره وړي
يوڅوک دی ستا دلاس شراب يې ټول راځنې وڅښل
داسره کېږدۍ دخوب مې له توپانه سره وړي
زموږه يې په سترګو کې دشپو دوړې شيندلي
دالوی کاروان موځکه له څاروانه سره وړي
نارې دانالحق يې ورته وچې کړې پر ژبې
منصوروطن مې دارته له ايمانه سره وړي


1377، لغمان