کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سرشميرنه كه نوې غميزه !

سرشميرنه كه نوې غميزه !

دا يو څرگندحقيقت دي چه د يوي ټولني د اقتصادي – ټولنيز او سياسي پياوړتيا لپاره سر شميرنه اړينه ده. خصوصا كوم وخت چه د هيواد د پر مختگ لپاره لنډ او يا هم اوږدمحاله پلان تر لاس لاندي وي . پر دي محال چه نړيوالو د مرستي ژمنه كړيده د پلان درلودل ډير اړين دي څو مرستندويه ټولنه په ډاډه زړه او بي له كومه تشويشه خپلو مرستو ته دوام وركړي. . او يا هم په بعضو سكتورونو كښي پانگه واچوي .دا ټول د يو منظم اقتصادي او پراختيايي پلان له مخي كيږي . دهمدي پلانونو د جوړښت لپاره د سر شميرني ثقه او واقعي اعدادو – ارقامو او معلوماتو لره اړتيا ده څو چه طرحه شوي پلان پر واقعيتونو ولاړ وي .


كه څه هم مونږ د ظاهر شاه او داود خان په دور كي اقتصادي يو كلن – پنځه كلن او اوه كلن پلانونه درلودل ولي هغه ټوله ناكامه پلانونه ځكه وه چه طرحه او جوړښت يئ تخيلي وو هيڅ ډول علمئ معلومات چه د يوي سر شميرني له لاري را غونډ شويوي موجود نه وه . كه چيرته د هغه وخت پلانونه په ځير وكتل شي واقعا ډير ښۀ او په زړه پوري پلانونه د كاغذ پر مخ ليكل شويدي  ولي پايله به يي منفي او د نورو نوي ستونزو سره به ختم شو او نه به هم بودجه پر خپل ځاي او خپل وخت ولگيدل . د را تلونكي لپاره به يو ځل بيا د سوال او اړتيا لاس و نړيوالو ته اوچت وو . دا ټوله هغه ستونزې دې چه په هيواد كي سرشميرنه نده بشپړه شوي تر څو د هغه پر بڼسټ پلان جوړ او پلي شي . فقط يو ځل د سردار داودخان د حكومت په ورستيو كښي د سر شميرني كار تر لاس لاندي شو ولي پيل يي د تركي پر وخت برابر شو چه هغه هم د يو لړ نا امنيو له وجهي د ډيرو سيمو خصوصا د لري پرتو سيمو سر شميرنه نده شوي ځكه دا پروژه په هم هغه وخت كښي ناكامه شوه او معلوماتونه نيمگړي پاتي شول .
كله چه د هيواد سر شميرنه بشپړ شي له هغه نه په ډاگه كيږي چه د نفوسو شميره څومره ده ،دهر ولايت هري ولسواي او هر كلي نفوس څومره دي او په هغه كښي د ښځينه او نارينه فيصدي په كومه كچه ده . په قومي او زبني لحاظ څومره وگړي په كومو ولايتونو ،ولسواليو كليو او باندوكښي ميشت دي .


پښتو، پښتانه او پښتونخوا


څومره ښځي او نارينه د بدن د كومو غړو معيوب دي . د زده كړي فيصدي په هيواد كي په كومه اندازه ده ، په هغه كښي لومړني زده كړي ، مينځني زده كړي ،لوړي زده كړي ، عالي زده كړي ،كورني زده كړي بيا د هغه فيصدي په ښځينه او نارينه كښي او تحليل يي د عمر په لحاظ  په كومه كچه دي . د كوم عمر در لودنكي په كومو ك
 ارونو او كسبونو كښي مهارت لري . داسي ډيري پوښتني شته چه د سر شميرني په بشپړتوب سره لاس ته راتلاي شي .  پلان جوړونکي بيا كولاي سي چه يو اقتصادي او پر مختيايي پلان د همدي سرشميرني د معلوماتونو په رڼا كښي  جوړ ، ترتيب او طرحه كړي .



مهم ټكي دادي چه د سر شميرني د پروژي په پيل كښي بايد يو ځانگړي كميسون موجود وي چه غړي يي كار پوه ،په اقتصادي او ټولنيزو علومو پوه ،دهيواد د گوټ گوټ په دودونو ، ټولنيزو ، اقتصادي چارو او جغرافياوي حالاتو خبر وي او هم  بهرني مسلكي كسان و همدي كميسون ته را وبلل شي څو د هغوي د تجربو څخه هم استفاده وشي . دا كميسون پسله ډير غور او مطالعو نه د سر شميرني نورمونه ، ميتودونه او تگلاره ټاكي . داسي وگړي چه د خپل كلي نه بهر په څه خبر نوي ،زده كړي حد اكثر منځني وي او يا تگلاره يي فاشيستي وي د كميسون غړيتوب نشي كولاي ځكه چه سرشميرنه د هيواد لپاره كيږي نه د يوه كلي .




په داسي يو حالت كښي د همدي پروژي چلونكي په خپل طاقت دا لوي كار سر ته نشي رسولاي ځكه اجراييوي ظرفيت يي نلري نو ناچار له نورو څه به كمك غواړي او دوي به د مزدور په شان ورته كار كوي . چه ژوندې مثال يي د افغانستان د سر شميرني د پروژي سپارل و ايران ته دي څو ايرانيان دا پروژه بشپړه كړي . ايران به زما لپاره څه وكړي . ايران زما په وطن او كلي ،زما په دود او كلچر ،زماپه ژبه ، زما په قوم …………….. او داسي نورو څه خبر دي او زما لپاره به څرنگه سرشميرنه وكړي ؟ داسي يو سرشميرنه چه زما درد را درمل كړي او كه مي نور هم و دردوي ،داسي سرشميرنه چه په هغه باندي زما د زوريدلي هيوادوالو اقتصادي بڼه پياوړي شي او كه دا نيمگړي او ټوټه ټوټه اقتصاد هم له مينځه لاړشي . داسي سرشميرنه چه دهغه په رڼا كي به غښتلي او اوږد محاله پلانونه ولرم او كه به د راتلونكو 15 كلونو اقتصادي بڼه نوره هم دړي وړي شي . داسي يو سرشميرنه چه په هغه باندي زه په پښو ودريږم او كه د تل لپاره سوالگر اوسم . داسي سر شميرنه چه په هغه كښي د نفوسو د هري كتگوري فيصدي واقعي او ځلانده وي او كه به د پښتنو كتگوري په ټولو سكتورونو كښي 0.01 فيصد وي چه دا د ايران يوه تاريخي هيله ده چه نن د فاشيستانو له خوا ورته د سره كيږي .




دا له وړاندي معلومه خبره وه چه ددي غميزي تر شا څوك ولاړ دي څه كوي او څه غواړي . دوي غواړي چه په خپل دي نا وړه او نا روا عمل نړيوالو ته وښي چه دا وطن د پښتنو ندي  د افغانستانيانو دي او دا خاوره افغانستان نه بلكه خراسان ده . دا د دښمني هلي ځلي يوازي  دايران له لوري تر سره كيږي كوم چه د گران افغانستان د دښمنانو ډونر او ملا تړي هم دي .
سوال دلته را پيدا كيږي چه د هيواد په نا امنه سيمو كښي به څرنگه سرشميرنه كوي هلته خو د زمري د زړه سره يو ځاي هم نشي ورتلاي  او د همدي سيمو نه پرته به د سر شميرني پايله څرنگه اعلانوي ٠ حال دا چه سرشميرنه دومره يوه حساسه پروسه ده چه اجرايوي پلان يي د گوتو په شمار ورځو كښي بايدبشپړ شي ان په يو تعداد پر مختللو هيوادونو كي د يوي اوني په ترڅ كي تر سه كيږۍ او پر تگ راتگ باندي بنديز لگوي تر څو چه واقعيتونو ته ورسيږې٠
د افغانستان د سر شميرني پروگرام كه د زړه سواندو افغانانو له خوا په كار اچول سوي واي د داسي يو كړكيچ سره به هيڅكله نواي مخامخ شوي او نه به د پروژي مالي لگښت بي ځايه لگيدلاي او نه به هم د ايرانيانو گيډي په پوړسيدلاي٠
دا رښتيني ده چه دا پروگرام په افغانستان كي په بهرني پانگه تر سره كيږي ولي مونږ كي دا وړتيا او ظرفيت شته دي چه دا پروسه په ښه توگه  په خپله سر ته ورسو . هيڅكله به ايرانيانو ته اجازه ور نكړو چه كور په كور د فاشيستانو په مرسته د خپل خوښي معلوماتونه را غونډ كړي او زوړ ارمان يي تر سره شي٠
زمونږ غوښتنه د ولسمشر صاحب څخه داده چه ددي ناورين مخه ونيسي كه نه اغيزه يي د يو تور توپانه سره يو ځاي ده٠ همدارنگه د ټولو وكيل صاحبانو څه هيله كيږي چه په شوري كښي پټه خوله نه وي او د نوي غميزي مخ نيوي وكړی٠


 هغه چاري چه زما پر زړگي اوري
شيخ يي نه ويني په خواب ملا په توري