په هلمند کي په ۲ پيښوکي لس تنه وژل شوي دي

د لراوبر اداره | اگست 10th, 2012


لومړۍ پيښه د جمعې په شپه د دووبجوپه شاوخوا کي د سنگين ولسوالۍ د
بوستانزوپه سيمه کي رامنځ ته شوې چي د سنگين ولسوال محمد شريف خان وايي
چي د پوليسود يوې پوستې قوماندان څلورتنه د ځانگړوځواكونوسرتيري ميلمانه
كړي چي وروسته يې څلورواړه په ډزو وژلي اوياد قوماندان په تيښته بريالى
شوى دى. د ده په وينا چي په دې اړه څيړنې روانې دي.

بل پلود هلمند د امنيه قوماندانى د گډې قرارگاه مرستيال سمونوال محمد
اسمعيل وايي چي د جمعې په ورځ د سهارد نهوبجوپه شاوخواکي د موسى كلا
ولسوالى د ده زورپه سيمه کي د ولسي وگړوپرسراچه موټرد ماين چاودنه رامنځ
ته شوې چي په پايله کي يې شپږتنه ولسي وگړي وژل شوي اويوتن ټپي شوى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024