کور / نثر / همدرد دمينې په لټون کې

همدرد دمينې په لټون کې

عارف په لغت کې خدای پيژندونکي ته وايي يا په بله مانا هغه څوک چې د لوی خدای ج له اوامرو يوه ذره هم دا خوا او هغه خوا قدم نه ږدي او تل يې د مينې ډيوه په زړه کې بله ساتي او همدرد بيا هغه چا ته ويل کيږي چې تل د نورو په غمونو او دردونو کې ځان شريک بولي.

نن ستاسو په وړاندې د همداسې يو چا کتاب پروت دی چې ځان هم د خدای دوست او هم د نورو په درد او غم کې شريک بولي.

دا يو ډېر لوی صفت دی خدای دې وکړي چې د زمانې فتنې يې له دې هوډه وانه ړوي آمين!

عارف همدرد يادوم کيدای شي ساپی تخلص يې د قومي تړاو له مخې ځان ته غوره کړی وي خو زه يې له دغه نوم سره موافق نه يم زه وايم خلک دې دی يوازې د عارف خان “همدرد” په نوم وپيژني ځکه له نوم سره يې د ساپي تخلص په غوټه کولو سره له مينې جوړ شوی روح په يوه واړه چوکاټ کې ايساريږي.

د عارف خان “همدرد” هدف انسان دی هغه که د نړۍ په هر ګوټ کې اوسي خو شرط يې دا ورته ايښی چې له مينې به سر نه غړوي.

دغه کتاب چې په ډيره خوږه او ساده پښتو ليکل شوی زيات مينې او محبت ته د خلکو د رابللو په هدف ليکل شوی دی خوځای ځای په کې د يوه دايمي فراق ويرنې هم تر سترګو کيږي له يوه داسې معشوق څخه ګيلی شوي دي چې د مرګ تر وخته يې هم د خپل عاشق حال پوښتلی نه دی.

همدرد ساپى د خپل ولس د بدبختيو او تباهيو اصلي لامل کرکه بولي دا چې دا کرکه څنګه رامنځته شوې علتونو ته يې اشارې کړي او خپل ولس ته يې د حل لارې هم ورپه ګوته کړي دي ((وينه مه تويوئ! له يو بل سره مينه وکړئ! سوله خپله راځي)) دا هغه توري دي چې په بيلا بيلو بڼو د همدرد په ليکنو کې راڅرګنديږي. دی په مينه کې د رحمان بابا مريد دی :

دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی

د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا

عارف همدرد په شخصي او ټولنيز ژوند کې هم يو ډير صميمي، له مينی ډک، په خپله خاوره او ولس مين شخصيت اوتکړه ممثل هم دی.

څرنګه چې زموږه سپيڅلې ژبې ته ډير لږ کار شوی دی څوک چې يوه کرښه هم په دغې درنې ژبې ليکي بايد غنيمت يې وګڼو او د زړه له تله يې بايد وستايو.

په پای کې درانه عارف او خواږه همدرد ته د دغه کتاب د خپريدو مبارکی وايم او له خدای ج څخه ورته په دې لاره کې د لا حوصلې او توفيق هيله کوم.

سويس زيوريخ

نېټه : ٢٠١٢-٠٣-٠٩