کور / تازه خبرونه / خوست: د نژدې ۱۱ مليونوپه لګښت پروژله بشپړه سوه

خوست: د نژدې ۱۱ مليونوپه لګښت پروژله بشپړه سوه

دزمري دمياشتې په ٢٠نېټه دخوست ولايت اړوندشمل اودومنده ولسوالۍ دمرکزي اسيادپرمختيايي ګروپ په مالي ملاتړ دڅه کم يولس ميليونو افغانيو په ارزښت دخلوټي استنادي ديوال پروژه ديولړ مراسموپه ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه په هغه مراسمو چې په همدې موخه جوړ شوي و،دخوست ولايت مقام استازي بريالي روان ترڅنګ په کې ددومنده ولسوالۍ ولسوال سيد احمدخان وفا،داقتصاد رئيس انجنير حميدشاه ،داوبو دتنظيم رئيس محمدنسيم کريمي ،دمرکزي اسياپرمختيايي ګروپ مسوولينواوديادې ولسوالۍ په سلګونو،ديني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانوپه کې ګډون کړى و.

دمراسمو په پيل کې دمرکزي اسيا پرمختيايي ادارې نماينده دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې ديوشميرهغه سيفونونو،سربندونو،استنادي ديوالونو،ويالو او ورته نورو روانو پروژو دپلي کيدوپه اړه دمراسمو برخوالو ته معلومات ورکړل چې دامهال يې کارونه روان دي ،ده وويل چې اوس مهال مونږ ددغه ولايت ددومنده ولسوالۍ په شمول دباک،صبريو،عليشيرو،ځاځي ميدان،لکڼو،شمل ،متون ،مندوزيو،نادرشاه کوټ او تڼيو ولسواليو اوسيمو کې دبيارغونې يوشمير روانې مهمې پروژې لرو ،چې په زرګونو کسان په کې کار کوي ،چې ترډيره بريده يې دسيمې داوسيدونکو اقتصادي ستونزې هوارې کړې ده .

دولايت مقام استازي بريالي روان په شمل او دومنده ولسوالۍ کې دمرکزي اسيادپرمختيايي ګروپ لخوا دخلوټي کلي د٢٢٥مترو په اندازه جوړ شوى استنادي ديوال چې څه کم يوو لس ميليونه افغانۍ پرې لګښت راغلى دبيارغونې په ډګرکې ګټوره پروژه ياده کړه چې ديادې پروژې په پلي کيدو سره ٦٠جريبه ځمکه دشمل خوړ داوبو له زيان څخه وژغورل شوه اوپه دې سره ٤٢٠کسانوته مستقيمه او ٣٠٠کسانوته غيرې مستقيمه ګټه ورسيدله ،ده وويل چې په نوموړې پروژه کې دسيمه ٢٥٣تنو بې وزله وګړو کارکولو او خپلو کورنيوته يې حلاله نفقه له همدې لارې پيدا کوله.

وروسته دسيمې ولسوال سيد احمد خان وفا،داقتصاد رئيس انجنيرحميدشاه ،داوبو دتنظيم رئيس انجنيرمحمدنسيم کريمي په خپل وار سره خبرې وکړې اوياده پروژه يې دسيمې دخلکوپه ګټه پروژه ياده کړه دوى زياتوله چې دداسې پروژو په پلي کيدو سره له يوې خوا خلکوته کارپيداکيږي اودبلې خوا ډيرې زراعتي ځمکې داوبو له زيان څخه ژغورل کيږي.

قومي مشرحاحي صاحب شاهزاده دنورو قومي مشرانو په استازيتوب په خپلو څرګندونو کې له ولايتي ادارې مننه وکړه چې دځانګړې توجه په اساس يې په ياده ولسوالۍ کې داسې پروژه پلې کړه چې په دسيمې زياتو کسانوته په کې دکارکولو زمينه مساعده شوې وه ،نوموړي له ولايتي ادارې ،مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې څخه په ټينګه غوښتنه وکړه چې ددومنده په ولسوالۍ کې ګټورې پروژې پلي کړي ترڅو په نوموړې ولسوالۍ کې امنيتي حالت نورهم ټينګ اوخلکوته دکارکولو زمينه برابره شي دمراسموپه پاى کې دخوست ولايت مقام استازي بريالي روان اونورو مسوولينو لخوا ياده پروژه دپټۍ په پرې کولو سره په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .