کور / کتاب / د ډهلي شين اسمان

د ډهلي شين اسمان

د ډهلي شین اسمان د هلمند پر فرهنګي اسمان و ځلید

دا د اغا محمد قریشي له هلمنده تر ډهلي د سفر یاداښتونه دي چي په کتابي شکل یې نوم ( د ډهلي شین اسمان ) ټاکل سوی

یونلیک په ښه کیفیت او صحافت تازه میوند خپرندویه ټولني چاپ کړي .

کتاب په دوه نیوي مخه کي پر سریزو سربیره د یونلیک شاوخوا شل برخي ځای کړي دی .

د یونلیک په اړه د کتاب د سریزي په منځ کي استاد اصف صمیم کښلي :

(( دا یونلیک هند ته د ښاغلي قریشي ، د یوه لنډکي یون یوه رڼه او ښکلې هندا ده . چي په کي دده د یون د شېبې شېبې یادونه انځور شوي دی ، دوستان موندلي ، یاران یې پاللي ، هلته میشت افغانان یې لیدلي ، ځیرلي او تللي دي ، د یوې رنځوري افغاني میرمني درناوي او پالنه یې کړې ، د لوتکي میلمه پالي یې نازونه او لمانځنه کړې او نور ډیر داسي یادونه چي په یوه یونلیک کي د ځایدو وړ وي ))

(د لیکوال په خبره له یونلیک نه یې موخه د هغو خلکو لپاره د یو لار ښود چمتو کول وو چي غواړي هند ته په لومړي ځل سفر وکړي )

په یونلیک کي د سفر پر خورا جزیاتو بحث سوی چي لوستونکي ته یو ډول انځور جوړوي