کور / تازه خبرونه / د ملګرو ملتو استازى برياليتوب ته هيله من دئ

د ملګرو ملتو استازى برياليتوب ته هيله من دئ


د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي له افغان حكومت او په افغانستان كي له ښكېلو بهرنيو هيوادونو سره يې هوكړه كړې، چي له ولس سره د مرستو او بيا رغوني چاري به چټكوي.
ښاغلى كى ايډ چي سږكال د افغانستان دپاره د ملګروملتونو استازى ټاكل سوى دئ، د افغانستان په حكومتي ادارو كي د فساد د مخنيوي او د بيا رغوني د كارونو چټكتيا ته ډېر لېواله دئ.
نوموړي په بروسل كي د ناټو تر عمومي غونډي وروسته وويل: ((افغانستان  د ناټو د پلان په سر كي ځاى لري او موږ به د افغانستان په اړه اساسي ګامونه پورته كړو)).
ښاغلى ايډ وايي نړيوالي ټولني نه د افغان حكومت په پياوړتيا كي كافي مرسته كړې او نه هم تېر شپږ كاله د عادي خلګو په ژوند كي محسوس بدلون راغلى دئ.
ايډ وويل: ((د افغان ملي پوليسو د روزني چټكتيا او اصلاحات، د راتلونكو جمهوري رياست انتخاباتو دپاره تيارى او په پاريس كي له افغانستان سره د مرستو كوونكو هيوادونو يو بين المللي كنفرانس مي عمده پلانونه دي)).