کور / رسنۍ / د سپرغۍ مجلې اوومه ګڼه له چاپه راووته

د سپرغۍ مجلې اوومه ګڼه له چاپه راووته

 


د سپرغۍ اوومه يانې د وري د مياشتې ګڼه د يو لړ ښکليو او په زړه پورو ليکنو او شعرونو سره بازار ته راغله،سپرغۍ يوه ناپېيلې ادبي او ټولنيزه مجله ده چې هره مياشت د خپلو لوستونکو تنده ماتوي.
د سپرغۍ په دې ګڼه کې پر سرليکنه سربېره، د انساني ورور ولي،په سيمه او چاپيريال کې د جرګو اهميت،کوکنار حرام او شراب،د ځان وژونکي پاى، موبايل او طالبان،پيودر دستايوسکي،هڅه، د کونړ ازاده سينده، ما د کونړ سينده له ځار کړي او نورو سرليکونو لاندې ليکنې راغلي.
په دې ګڼه کې د کونړ سيند مشاعرې د بشپړو راپورنو تر څنګ د سولې کاروان له مشر حاجي ظاهر قدير سره يوه مرکه هم راغلې چې له نوموړي سره يې د هغه او ملګرو له خوا يې د سولې د پيل شوي کاروان په اړه خبرې کړي.
له سپرغۍ سره پر دې پته په تماس کې شئ:
sparghy_mag@yahoo.com