کور / تازه خبرونه / هلمند : ١١ وسله وال نيول سوي

هلمند : ١١ وسله وال نيول سوي

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په بېلابېلو اولسواليو کي ئې عمليات کړي او د هغوى په پايله کي ئې يوولس تنه وسله وال نيولي او يو تن ئې وژلى.
چارواکي وايي چي په دې عملياتو کي کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې وروستيو کي د هلمند ولايت څخه د نا امنيو ډېر خبرونه ورکول کېږي چي په دې ترڅ کي :
هلمندي چارواکو تېره سې شنبه هم د يوې خبرپاڼي په وسيله د څلورو ماين ښخوونکو د نيولو خبر ورکړى وو.
بيا يوه قوماندان څلور د ځانګړو ځواکونو غړي مېلمه کړي ول چي همالته ئې ووژل او په تېښته بريالى سو.
په يوه بله چاودنه کي چي د اولسي وګړو پر يوه موټر وسوه شپږ اولسي وګړي ووژل سول او يو ټپي سو.

د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.