کور / تازه خبرونه / یو بل افغان پولیس هم درې امریکایی پوځیان ووژل

یو بل افغان پولیس هم درې امریکایی پوځیان ووژل

د انګلستان ګارډین اخبار د ناټو په حواله راپور ورکوی چی پرون یو بل افغان پولیس هم په هلمند ولایت کی درې بهرني پوځیان ووژل خو محلی چارواکو ورته وویل چی هغوی امریکایی پوځیان وو چی د ګرمسیر ولسوالۍ د ګډي قرارګاه په دننه کی ووژل سول او حمله کونکی نیول سوی دی .
ګارډین زیاتوی چی په یوه ورځ کی شپږ امریکایی پوځیان په هلمند ولایت کی ووژل سول ، لومړني درې د یو پولیس قوماندان لخوا په سنګین ولسوالي کی او درې نور امریکایی پوځیان د بل پولیس لخوا په ګرمسیر ولسوالي کی .
په دې سره د اګسټ په ۱۱ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۸ ته ورسېدل .