یو پولیس ۱۰ نور پولیس ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 11th, 2012


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی خبر ورکوی چی یو افغان پولیس د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالي کی پر خپلو نورو ملګرو پولیسو ضربې وکړې چی له امله یې لس پولیس ووژل او پخپله هم په دې ډزو کی ووژل سو .
یو محلی چارواکې ورته وویل چی داسی ښکاری چی نوموړي پولیس د طالبانو سره لاس درلود . خو د پولیسو لخوا د خپلو پولیسو د وژلو پیښی خورا لږ منځته راغلی دي ، حال دا چی د دوې لخوا د بهرنیو پوځیانو وژل هرکله پیښیږی لکه څنګه چی پرون په ګاونډ ولایت هلمند کی د دوو جلا جلا حملو په ترڅ کی دوو پولیسو شپږ امریکایی پوځیان ووژل .

Copyright Larawbar 2007-2024