کور / هراړخیز / دافغانستان او جاپان هيواد دخپلواکيو تعادل

دافغانستان او جاپان هيواد دخپلواکيو تعادل

افغانستان او جاپان په يوه ورځ خپلواکي اخيستي ده البته دا به د يوچا دخوا څخه داسي يو مفکوره رامنځ ته سوي وي چي د خپل ولس هڅوني دپاره به دا کار سوي وي خو تاريخي ثبوت بل ډول دى هغه په دي معني چي افغانستان په ١٢٩٨ ل کال په داسي وخت کي د انګليس څخه خپلواکي واخيستله چي په يوه اړخ کي په اسلامي نړۍ کي ددوى په مقابل کي مقاومتونه زيات سوي وه چي ددي خپلواکي لمړي پيلامه د انګليسي امپراطوري څخه د هيوادونو په شکل رامنځ ته سوېوه افغانستان خپلواکي ځني واخيستله ګاونډ نور هيوادونه پسي خپلواکه سوله پاته سول چي دا وختونه جاپان خپلواک و هغه تقريباً په ١٩٤٥ کال کي چي ٦٧ کاله مخکي ددوهم نړيوالي جګړي هغه اخري کلونه وه ١٩٤٥ چي په ده وخت کي جاپان مغلوب سو د متفقينو دخوا څخه متحدين جاپان او جرمني و او متفقين چي لندن ، امريکا و شوروي اتحاد وو د جاپان هيواد دمغلوبيدو چي ٦٧ کاله کيږي او د افغانستان د خپلواکي د اخيستلو چي خپلواکي يي اخيستي ده ٨٣ کاله کيږي د ٨٣ څڅه چي ٦٧ منفي سي تقريباً ١٦ کاله تر منځ په تفاوت لا بيا هم جاپان په داسي وخت کي چي خپلواک و چي په ١٩٤٥ کال کي د جاپان هيواد امپراطورۍ سقوط کاوه د دغه سقوط پر مهال باندي دوى اوولسم امپراطور درلودي اوولسم امپراطور په جاپان کي واکمن وو سلسله پر سلسله باندي دنوموړي ترمخه ١٦ شاهانو واکمني کړي وه دغه اوولسم امپراطور په اصطلاح باندي پاچا ناست لکن اختيارات يي ټوله د صدراعظم سره و دوى د يوريشيما او ناګاساکي پر ښارونو باندي د pat اوBaby په نومونو باندي د دوو اټومي بمونو داستعمال څخه وروسته مغلوب وګرځيدل ځکه نو بايد څرګنده کړو چي : په هغه مهال چي داستقلال نعمت دځان په نفع کاوه جاپان هيواد خپلواک و او کله چي زموږ له خپولاکۍ ١٦کاله تېر سوي وه داوخت وو چي جاپان دمتفقينو دبريد تر تتۍ لاندي راغلى .