کور / تازه خبرونه / د اسلامي هيوادونو سازمان د اسلامي نړۍ ستونزي څېړي

د اسلامي هيوادونو سازمان د اسلامي نړۍ ستونزي څېړي

د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان مشران د اسلامي نړۍ په ستونزو باندی خبرې کوي!

د اسلامي هیوادونو د مشرانو دغه غونډه د سعودي عربستان په بلنه دروژي دمیاشتی په ۲۶ نیټه په سعودی عربستان کي پرانیستل کیږی.

افغان چارواکي وايي ولسمشر کرزی به د اسلامي همکاریو د سازمان د هغې سرمشریزي یو مهم ګډونوال وي چې د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د سعودي د باچا ملک عبدالله په بلنه جوړیږي.

په دې غونډه کې به د اسلامي هیوادونونو مشران په اسلامي نړۍ کې پرشتو ستونزو خبرې وکړي . په دې لړ کې به دوي په عربي نړۍ کې د روانو بلواګانو او تاوتریخوالي حالت وڅېړي ، لکه د سوریه ، مصر، لیبیا، لیبنان ، فلسطین اونور هیوادونه.
د افغانستان او پاکستان وضیعت به هم په غونډه کې وڅیړل شي.
د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو هیوادونو مشران په داسې حال کې غونډه کوي چې دا مهال شخړې او ستونزې د نړۍ تر نورو ټولو هیوادونو په پرتله په اسلامي هیوادونو کې ډیری او زیاتې شوی دي.

په دې هیوادونو کې فقر اوبې وزلي په ښکاره چیغي وهي ، د جنګ او جګړو زورزیاتي بدترینې بڼې او ناوړه وضع په کې لیدل کېږي.
د ولسمشر کرزي نژدې کسانو رسنیو ته ویلي چې ولسمشر کرزی به په دې غونډه کې یو واربیا د اسلامي هیوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان د ستونزو په هواري کې د سعودي عربستان او ددې هیواد د پاچا ملک عبدالله د رول پر اهمیټ ټینګار وکړي. او له نوموړي به وغواړي چې په دې برخه کې پراخ کار وکړي.

افغانستان له څو کلونو راهېسې له سعودي عربستان څخه د سولې او پخلاینې په پروسه کې مرسته غواړي ، څه موده مخکې ولسمشر کرزي د سعودي عربستان پاچا ته یو لیک هم استولی وو. او په هغې کې یې ترې غوښتي وو. چې د افغان حکومت او د حکومت د مخالفو وسلوالو ترمنځ دې د سولې د خبرو د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي . خو تر اوسه د سعودي له خوا داسې کوم ګام نه دی لیدل شوی چې وښيي ګوندې دا هیواد د افغانستان په سوله کې کومه لیوالتیا لري. اوس به و ګورو چي ددي غونډۍ پریکړي به د جنګ څپلي افغانستان په اړه څه وکړی او که به د پخوا په شان دافغانستان په شخړه کي بی تفاوتي غوره کړی.