کور / تازه خبرونه / دلغمان د الیشنګ ولسوال ووژل شو

دلغمان د الیشنګ ولسوال ووژل شو

دلغمان دالیشنګ ولسوال فریدالله نیازی نن له خپلو درې ساتونکو سره دسړک غاړې په یوې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.چارواکي وايي ولسوال له ولسوالۍ څخه دمهترلام په لوري روان وو، چې په لاره کې موټر د سړک غاړې پرماین وربرابرشو.
بلخوا نن یو ځل بیا دلغمان ولایت سلګونو اوسیدونکو په دغه ولایت کې د خراب امنیتي حالت اواداري فساد له امله د والي پرضد ټولنیزلاریون وکړی ،او د والي دلیرې کیدو غوښتنه یې کړې وکړه.خو دوالي ویاند وايي دغه کسان چې د لاریون په نامه سره راټولیږي خپلې شخصي موخې لري .
لاریون کوونکي ادعا کوی چې دوالي د بې پروايی له امله هره ورځ دلته امنیتي حالت خرابیږي.دوي وایی چې والي په اداري فساد، او د ځمکو په غصب کې ښکیل دی . او ددی ولایت د بیارغوونې کارونه په ټپه ولاړ دي.
بلخوا د لغمان دوالي ویاند سرحدي ځواک وايي لاریون دهرچاحق دی،خو په وینايي اوسني لاریونونه د یوشمیر کسانو دخپلوشخصي موخولپاره په لاره اچولي دي.
یاده دې وي چې د تیرې جمعې په ورځ هم سلګونو تنو د لغمان د والي محمداقبال غزیزي پرضد ورته لاریون کړی وو.لاریون کوونکي په لغمان کې دستونزو په سرکې

لومړی خراب امنیتي حالت ته ګوته نیسي او والي په هغې کې ملامت او ګرم بولي.