ملي امنيت :د جنوب غرب حوزې طالب قومندان ونيول سو

د لراوبر اداره | اگست 12th, 2012


د کندهار د ملي امنيت رياست په جنوبي حوزه کي د طالبانو د مسؤل قومندان د نيولو ادعا کړيده ، دکندهار ولايت مطبوعاتي دفتر دخبر له مخي ياد سوی قومندان له اره د ارزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکى دى د وسلوالو مخالفينو په ليکو کي يو خورا ډېر حياتي او کليدي شخص و چي نيول کېدل به يې پر مخالفينو باندي لوى ګزار وي.
حکومتي چارواکي وايي نوموړى د ارزګان ترڅنګ په کندهار، هلمند، زابل او دايکونډي ولايتونو کي د افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو پر وړاندي وسلوال فعاليتونه کول او په دې سيمو کي د مخالفينو عمومي قومندان و.
دغه کس تېره اوونۍ د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ملي امنيت رياست د منسوبينو لخوا نيول سوى و چي نن د يوې خبري غونډي پر مهال رسنيو ته وښوول سو.
نيول سوي قومندان هم له رسنيو سره د خبرو پرمهال پر خپلو جرمونو اعتراف وکړى او تاييد يې کړه چي کلونه کلونه يې د سهيل په څلورو ولايتونو کي د دولت ضد ترورستي فعاليتونه سرته رسولي دي.
همدا راز محمد امين د غلام محيالدين زوى ، خان محمد د لنډو اکا زوى ، عبد الاحد د عبدالباقي زوى ، ګل احمد د عبدالمالک زوى ، سردار ولي د عبدالولي زوى ، سيد محمد د باز محمد زوى چي دوى هم د دولت د وسلوالو مخالفينو د بيلا بيلو تروريستي او اکمالاتي ګروپونو غړي دي او په سيمه کي يې د افغان دولت په وړاندي جګړه کول هم نيول سوي چي هغوى هم د خبريالانو سره په خبرو کي پخپلو جرمونو پښيماني څرګندول او د دولت د مشرتابه څخه يي د عفوي غوښتنه کول .

د ولايت مطبوعاتي دفتر وايي د ملي امنيت مسئولينو په تيره اونۍ کي په کندهار ښار او يو شمير ولسواليو کي د ٤٠ پارسله چاوديدونکو توکو ، ١٠٠٠ کيلو ګرامه پوتاشيم کلورايد ،١٣٦٠ کيلو ګرامه اومه چرسو ، يو ميل کلاشينکوف ، دوه ميله توفنګچې او يوه عراده تراکتور د نيولو خبر هم ور کړ چي په دي سره د خونړيو پيښو مخه هم ونيول سوه .

Copyright Larawbar 2007-2024