کور / تازه خبرونه / خوست: په موسی خيلو کي ۹ پاکستاني وسله وال وژل سويدي

خوست: په موسی خيلو کي ۹ پاکستاني وسله وال وژل سويدي

دزمري دمياشتې په ٢٠ نېټه دخوست ولايت اړوند موسي خيلو ولسوالۍ کې دنړيوالو ځواکونوپه هوايي بريد کې دسولې ،ثبات ،ولس اودولت ١٣ وسلوال مخالفين چې اکثريت پاکستانيان دي وژل شويدي .

خوست کې دګډې همغږۍ دمرکز دراپور په اساس دغه علميات دموسي خيلو ولسوالۍ دچکړى په سيمه کې دنړيوالو ځواکونو لخوا ترسره شول چې په نتيجه کې دسولې اوثبات دښمنانوته درنه مرګ ژوبله واوښتله، سرچينه زياتوي چې په وژول شويو کسانو کې ٩تنه پاکستانيان دي او دڅلورو تنو نورو هويت دپيژندنې وړ ندى،دګډې همغږۍ په راپورکې راغلي چې دوژل شويو کسانو جسدونو سرې مياشتې ته سپارل شوې دي.

دولس ،سولې اوثبات دښمنانوته په داسې حال کې درنه مرګ ژوبله اوړي چې څو ورځې وړاندې دخوست ولايت په باک اوځاځي ميدان ولسواليوکې هم دافغان ځواکونو دعملياتوپرمهال وسلوالو مخالفينوته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.