کور / سپورټي / لندن : د اُلمپيک د لوبو وروستی شېبې پای ته رسیږي

لندن : د اُلمپيک د لوبو وروستی شېبې پای ته رسیږي

نن د انګلستان په مرکز لندن کي تر ۱۶ ورځو سپورټي سيالیو وروسته د اُلمپیک لوبي پای ته رسيږي او وروستی شېبې يې اوس مهال د لوبغاړو سره په رنګینو او په زړه پورو مراسمو کي لمانځل کیږي . دغه لوبي د روان کال د جولای په ۲۷مه پیل سوي وې او نن د اګسټ په ۱۲مه به په رسمي ډول سره د ختمېدو په زړه راکښونکو مراسمو کي پای ته ورسیږي .
دیادوني وړ ده، چي دم ګړۍ د ختمېدو مراسم دوام لري .


د ۲۰۱۲ز کال د اُلمپیک د لوبو د ختمېدو په مراسمو کښي موسیقي ته په خورا پراخه توګه سره وخت ورکول سوئ دئ، چي د Emeli Sandé ترڅنګ نور مشهوره سندرغاړي سندري وايي، هر یو(ه) لکه : Madness, The Kings, Elbow, George Michael, Fatboy Slim او Taio Cruz.


د ۲۰۱۲ز کال د اُلمپیک د لوبو لومړنی مقام د امريکا متحده ایالاتو ګټلئ، دوهم مقام يې چین او درېیم مقام يې د انګلستان په برخه سو . همداراز افغانستان هم په خپل تاریخ کي د دوهم ځل لپاره د اُلمپیک په ارزښتناکو لوبو کي د تایکوندو په برخه کي د روح الله نېکپا د ځانګړي استعداد په برکت د برونز یا ژیړو مډال وګاټه او په دې سره يې خپل ځان ۷۹م نمبر کړ .