بروکسل:په ابن سينامسجد کي د قرآن کريم ختم وسو

د لراوبر اداره | اگست 12th, 2012


پرون د اګست د میاشتي په یولسمه نیټه د افغان کلتوري بهیر ، ابن سینا کلتوري ټولني ، لراوبر افغان کلتوري ټولني له خوا د قران عظیم الشان د ختم مراسم پر ځای شول .
تر روژماتي ، ماښام ، ماخستن ، تراویح لمانځه او ختم چي د قاري صیب اخترمحمد صادق په امامت ترسره شو ، یوه لنډه خو له ارزښت څخه پوره غونډه تر سره سوه .
د حاجي امین باوري له خوا دریځ ته قاري صیب اختر محمد صادق راوبلل سو تر څو د قران مجید د پاکو او مبارکو ایاتونو په تلاوت غونډه پرانیزي . ښاغلي قاري صیب اخترمحمد صادق د کلام مجید ایتونه ولوستل او له ژباړي سره یی تفسیر کړل .
دا ځل ښاغلی قاري سید حامد پاچا دریځ ته راوبلل سو تر څو د روژې د مبارکی میاشتي په حواله د قران پاک او حوادیثو بیان ورکړي . ښاغلي پاچا صیب د روژي ارزښت او ښیګڼي د اسلام او قران په رڼا کي په ډیره ښه وجه بیان کړی .
د سید حامد پاچا تر خبرو وروسته دریځ ته ځوان او تاند افغان میرویس هوتک راغی او دوه ښکلي نعتونه یی په خپل ښایسته اواز په ترنم کي ولوستل .
د غونډي ورستی ویناوال ښاغلی الحاج ډاکټر ګل افضل غونډیوال وو چي په خپلي وینا یی ټول افغانان یوالي ، کار او زیار ته وبلل . ښاغلي غونډیوال خوښي څرګنده کړل چي افغانان له خپل دین او کلتور سره مینه ښیی او هغه د هیواد څخه لیري پالي . د غونډي په ورستۍ برخه کښي حاجي امین باوري د مسلمانانو لپاره د روژي پر اداکولو او فرض برسیره د انسانیت او اسلامیت فرضونه بیان کړل ، روژه یی یوازي د خوړلو او څښلو په معنی نه بلکي د بدکولو ، بد لیدلو ، بد ویلو او بد اوریدلو څخه د پرهیز په معنی هم تعریف کړل او بیا یی د هیواد د نامتو ملي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني د راز او نیاز شعر ولوست چي د حاضیرینو ډیر خوښ سو .
غونډه د شپي پر 2.30 د یوی دوعایی په لوستلو چي جناب قاري صیب اخترمحمد صادق ولوستل ، ختمه سوه .
یادونه : د ابن سینا د مسجد مشرتابه ویاړي چي د روژی د مبارکي میاشتي له شروع څخه تر اوسه توانیدلي دي چي هره شپه روژه ماتی برابر او ډیری افغانان ګډون پکښي وکړي . خو د دې ورځي روژه مات او د ختم ټوله تابیاد الحاج ډاکټر غونډیوال له خوا شوی وه .

Copyright Larawbar 2007-2024