کور / اسلامي / نن ورځ خو يې وينئ چي رسما ً او په ډاګه اعلانيږي

نن ورځ خو يې وينئ چي رسما ً او په ډاګه اعلانيږي

د سود خوړلو له دې ګناه ځان وساتئ !  ګرانولوستوونکو!  اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه نن سبا خو سود خوری اورشوت دومره ډيرشوی چه  ځنی  کسان خويی   ګناه هم نه بولی اونه هم  پری شرميږی .  سود خو نن ورځ خو وينئ چي رسما ً او په ډاګه اعلانيږي :


ځنوخلکو شپه او ورځ  پرسر اخيستی  چه په هره لاره  چه وی  خپله ګيډه ډکه کړی هغه که حرام وی هم خير  خوچه په يوشکل مالدار شی او د دنيا عيش نوش وکړی .


که د دنيا ژوند بقا لرلی  بيا به هم يوڅه وای  هسی هم له ټولو نه پاتی کيددونکی ده  اوآخر په يی دا خوږ مال هم خپلوخپلوانو ته پاتی شی او دی به يواځی د قبر په لوری وکوچيږی .
دسود خوری د سختی ګناه په اړه قرآنی او نبوی ارشادات  وګوری :


الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون (البقرة۲۷۵ ).


هغه کسان چه خوری سود (له خلکو) نه پاڅيږی دوی (دقيامت په ورځ کی ) مګر (پاڅيږی داسی ) لکه چه پاڅيږی هغه څوک چه حواس يی خراب کړی وی شيطان له (خپله ) اثره  ، سبب دادی چه سود ته به هغوی تجارت ويلو ( دجواز له رويه ) حال دا چه الله تعالی تجارت حلال کړی او اوسود يی حرام کړی دی  نوچه چاته دالله (ج) پند ورسيدلو ، اوهغه منع شو نو (ددی حکم نه مخکی ) هغه چه کوم څه اخيستی هغه دده دی اودهغه معامله الله تعالی ته حواله ده ، اوچه څوک ددی نه ورسته هم سود اخلی نو داسی خلک دوزخيان دی هغوی به هميشه په دوزخ کی اوسيږی .
نبی ارشادات :


لَعَنَ رَسُول اللهِ صَلي اللهُ عليهِ وَسَلَم َ اكِل الّربواوَمُوكِله وَكاَ تِبه وَشَاهِدَيه وَقَال هُم سَوآءُ ُ  (مسلم ).


رسول الله صلی الله عليه وسلم دسودخوړونکی ،ورکوونکی ،ليکوونکی اوشاهدانوته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل دګناه کی سره برابردی .
اَلربوا سَبعُونَ جُزءًا أَيسَرُهَا أَن يَنكحَ الرَّجُلُ أُمَّه  (ابن ماجه بيهقی) .


دسودګناه اويا برخی لری آسانه برخه يی دومره ده لکه څوک چه دخپلی مورسره نکاح اوبدکاروکړی .
أُتِيتُ لَيلَةً اُسيریَ بِی عَلی قَومٍ بُطُونُهُم كَالبُيُوتِ فِيهَا الحَيَّاتُ تُر’ی مِن خَاِرجِ بُطُونِهِم فَقُلتُ مَن هوءُلَآءِ يَاجِبرِيلُ ؟ قَالَ هوءُلَآءِ لَآءِ اَكَلَةُ الّرِبوا. (احمد ابن ماجه ).


دمعراج په شپه يی زه يوه قوم ته وروستلم چه ګيډی يی دخونو په شان لويی لويی ښکاريدلی اوپردغه ګيدوکی دباندی لخوا ماران ښکاريدل دجبريل نه می پوښتنه وکړه چه داڅوک دی ؟ ده وويل دا سود خواره دی .


اِذَااَقرَضَ الّرَجُلُ الّرَجُلَ فَلاَيَأخُذهَدِيَّةً (بخاري )


کله چه يوسړی بل ته پور ورکوی نو دپوروړی سوغات دی نه قبلوی .