کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وطن په لمبو کښي سوځي؛ دوي په سرشمېرني پسي را اخستې ده !

وطن په لمبو کښي سوځي؛ دوي په سرشمېرني پسي را اخستې ده !

داسرشمېرنه به دملي غميزي  پيل وی
افغانستان دجگړې داور په لمبو کي سوځی،خو يوشميرکسانو په سرشمېرنه پسی پښې رالوڅی کړی دي .


دسرشمېرنې په وړاندي  پرتې ستونزي // دوهمه برخه


درنو هيوادوالو!


راشئ تر هغوچي  امنيت اوسوله په ټول هيواد کي نه وي تامين شوې ټول افغانان  په يوه ږغ  دغۀ ناولې هڅه شنډه اومخه يې ونيسو .


زه ديوافغان  په توگه چي دافغانستان سياسي ،ټولنيز اوامنيتی حالات هره ورځ له نږدې  څارم  اوپدي پوهيږم چې زموږ په هيوادکي  دسرشمېرنې لپاره کوم ډول شرايطو ته اړتياشته له همدې امله په افغانستان کي  دسر شمېرنې  دپروگرام پلي کيدوسره   په لاندي عينی دلايلواوفاکټونو مخالف يم اوپايلي ئي دافغان ولس لپاره ديوي بلي غميزي پيل بولم  :


امنيت ستونزی  :


۱ /  کله چې په پارلمان کي دسرشمېرنې قانون تصويب شو اودمشرانورگې ته ولېږل شو، دفبروری په ۲۸ مه دمشرانوجرگې په غونده کې د افغانستان د مشرانو جرگې ځينو غړو هم د امنيتي ستونزو له امله په راتلونکو څومياشتو کې د تر سره کېدونکې سرشمېرنې سره مخالفت وکړ.په مشرانو جرگه کې د سوېلي ولايتونوسناتو رانو په ټينگار سره وويل چې د روانو امنيتي ستونزو له امله د هيواد په نژدې ١۴ ولايتونو کې د سرشمېرنې تر سره کېدل امکان نلري . BBC


تير کال دملگروملتوسازمان  پخپله پټه اوکاري نقشه کې دافغانستان  ۱۹ ولايتونه دنا اراموسيموپه نامه په نښه کړي وه اوخپلو کارمندانوته ئي دغوسيموته دتگ مشوره نه ورکول اويائې هغوي ته اړتياپه ورت کي دوسيموت دسفر په وخت کښي دزيات احتياط مشوره ورکول . همدا نقشه سږکال هم په ټول قوت  پر خپل ځاي پاته اودملگروملتودسازمان ملکی کارمندان  بايد هغه مشورې په نظرکي ولري  .


کله چې په يو ولايت ،ولسوالی اوکلي کې امنيت نه وي نو هلته به څنگه سرشمېرنه په روښانه ډول تر سره شي، کله چې سرشمېرنه نيمگړې او غلطه شي نو خلک ورباندې باور نه کوي . بله خبره دا خلک پوښتنه کوي چې حکومت ولي په ١٣٨٧ کال کي پر سرشمېرنه باندي دومره  ټينگار کوي ؟


ولي داپوژه تر يوه مساعد وخت پوري نه ځنډوي؟


۲ / نړیوال سازمانونه پدې  باوردي چې سږکال  به دتيرکال په پرتله په افغانستان کې جگړه د خپريدو په حال کې وي، دبېلگې په توگه د سره صليب نړيواله کميټه واېې  چې سږ کال به په افغانستان کې دجگړې لمن نوره هم پراخه شي،ډير کسان به له خپلوکورنو څخه تيښتي ته اړ شي .


د سره صليب نړيواله کميټي  رئيس جکب کيلينبرگرد يو وويل :داسی ښکاري  چې په افغانستان کې  بي امنيتي  او وسله والو بريدونه زور اخلي او دا تشدد يوازي د افغانستان په سويل پوري نه بلکه اوس د هيواد لويديځ او ختيځ  ته هم پراخ شوی دی .د سره صليب سيمه ايزه مشره کارله حداد وايي چې د روان م کال له جنورۍ  راپدې خوا((۱۳۰۰۰))افغانان د جنگ جگړو له امله له خپلوکورنوڅخه  امن ځايونو ته تښتيدلي دي . ۱۱


که امنيتي حالات همدا ډړول لکه چې اوس دي دوام پيداکړي  داطبعی ده چي له خپلو کورونوڅخه به زياتي نوري کورنۍ هم بې ځايه  اودنامعلوم لوري په خوا به فرار ته اړيستل شي .



۳ / د(کریستفوررونبرګ )ورځپاڼې دراپورله مخې دناروي ددفاع وزیرې ګریت ستورم اریچسن وویل ما هیله لرله چې تر دې وخته پورې به موږپه افغانستان کې دسولې اوپرمختګ په برخوکې لویې بریاوې ترلاسه کړې وي .مېرمن اریچسن ومنله چې پرافغانستان دطالبانودرژیم دپرزولولپاره په ۲۰۰۱ کال دامریکا دحملې له وخته ډېرناسم کارونه شوي اوهغه څه نه دي شوي چې باید شوي وای .مثلاً دافغانستان حکومت لا هم کمزوری دی،اداري فسادپکې عام دی ،دنشه يي موادتولید په پراخه بیمانه روان دی ،افغانان لا هم خورا بېوزلي دي اوناامني هم پرې باندې ده . تاند


۴ / دناټو عمومی قوماندان  ياپ دی هوپ شيفر همدا اوس تر نږدې اوو کلو وروسته دامنی چې دناټو قواوی به دډير وخت لپاره په افغانستان دثبات راوستلو لپاره پاته وی .داپدي معناچي په افغانستان کي دسولي راوستلولپاره لاداوږدمزل  لاره وهل پکار د ي اودمگړی سوله له جدي گواښ سره مخامخ ده .


۵ / دبي بي سي دخبر له مخي دامريکادملي استخباراتود ادارې مشرتورن جنرال مايکل مک کونيل  دامريکاد سنا دوسله وال پوځ دچاروجرګه ګۍ ته دويناپه ترڅ کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې ددولت مخالفين په سلو کي اویابرخې ځمکه په لاس کې لري اودولت یواځې په سلوکې په دیرش برخې واک چلوي.


هغه زیاته کړه چې دافغانستان زیاته برخه ددولت دواک له مخالفو قبايلي اوجنګي مشرانو سره ده.طالبان په سلو کې لس برخې اودولت په سلو کې یوازې دیرش خاوره په واک کې لري . داچي داخبره دافغاني چارواکو لپاره دمنلو وړنده بله خبره ده .خوکه سړۍ دافغانستان امنيتي حالاتوته نظر واچوی دانظر حقيقت ته  نږدې دی .


۶ / درويتر لخوا په خپاره شوی خبرکي راغلي :د امريکا دوڅيړنيزو ادارو،افغانستان،عراق، سوماليا او د کانګو ډيموکراتيک هېواد د نړۍ تر ټولو کمزوري دولتونه ګڼلي دي.پدغه څيړنه کي چي دفبروري پر ٢٦مه نېټه د امريکا د بروکينګ موسسې او نړيوالې پراختيا مرکز له خوا خپره شوې  ده . په دې څيړنه کې  د ١٤١ مخ پروده هېوادونو اقتصادي، سياسي ، امنيتي او ټولنيزې هوساينې برخې څيړ ل شوې دي. څيړنه سوماليا، افغانستان او کانګو ((کمزوري اوناکام)) دولتونه ښيي . Reuters درويتر خبري اژانس


داپدي معنا چي تر اوسه  لادمرکزي حکومت واگي  تر ټول افغانستان پوري ندي غځېدلي اومرکزی حکومت پر ټول هيواد حاکميت نلري .


۷ / ناټو په افغانستان کي دنا امنيو څخه سر ټکوي اوځان ناکامه بولي .ښه بېلگه يې دناټو ديو قوماندان جنرال  جان کرادک  دناټودقواو دکړنودارزونې پر وخت وويل : داچي ناټو په افغانستان کي ماتې نده خولې ،مگر برياليتوب یې هم ډير ليري برېښی . دغه جنرال داخبري پداسي وخت کي وکړې چي څه موده وړاندي دناټو يوبل قوماندان  جيمز جونز يكي ټينگار وکړ چي ناټوله ستراتېژيکو ننگونوسره مخامخ ده دتروريزم سره په جگړه کي به ئې پيروزی ستونزمنه وي .   اميد وطن ويب پانه


۸/ فرانسوفيلون   وايي : تر څوپه افغانستان کي دناټو ماموريت غښتلی نشي دکابل حکومت دطالبانوپلاس سقوط کوي .اودادماتې دهغه چالپاره ده چي دازادی  څخه دفاع کوي .هغه په بخارست کي دناټود مشرانو دغونډي دجوړيدوپه درشل کي دفرانسې  تاډيوته وويل : اوضاع درکابل واطراف آن بهبود يافته است اما درمناطق ديگر بديترشده است. دويچه ويله : داپريل اوله 


۹/ جنرال عظيمي دافغانستان ددفاع وزارت وياند خپله دامنی چي  دافغانستان دملي اردو دساتلو اوروزلو مالي اومادي توان نلري ،هغه وايي : حکومت افغانستان درحال حاضر به هيچ صورت امکان تمويل بودجه نظامي خود را ندارد وتمام مصارف اردو ازطرف ايالات متحده امريکا پرداخته مي شود .المان ړغ راډيو


نوکله چي يودولت داردو دساتلو توان ونلري ،څنگه بياکېداي سي دا اردو دپرديوپه پيسو چې هغه  هم دوه در سوه ډالره دي  په غرو رغوکي وجنگېږي اوخپل ژوند دلاسه ورکړي ؟ په حقيقت کي  زموږ اردوتر اوسه يو ايله جاری اردو دی هغوي ته  سياسي  اوجنگی تربيه نه ورکول کيږي ،هغوي تر اوسه دتنظيمود رهبرانو تر تاثير اواغېزې لاندي دي .ددې خبري دثبوت بهترينه بېلگه دمارچ  د مياشتي په ورستيو کي دکورنيوچارو دوزارت هغه ابلاغيه ده چي داردو اوپوليسونه ئي وغوښتل تر څودتنظيمی رهبرانوعکسونه له دولتي موټروڅخه چې ددو په واک کښې دي ليري کړي .


دشپېگل دورځپاڼي سره دناټودقوماندان جنرال ميک نيل داخبره تر يوحده پرځاي بولم چي وايي ((  ډيرئ په دې هيڅ نه پوهيږي چي” د مسئلي هر اړخيزه حل“ څه  معنا لري. د هر اړخيزه حل د پاره يوه پخه پوځي لار سته، هغه داچي:لومړئ به د مقاومت په وړاندي مبارزه کيږي او تر هغه وروسته به د بيا ودانولو مرستي کيږي . هغسي لکه د متحده ايالاتو پوځونه چي يې په جنوب کي کوي. دوي لومړئ په يوه ناوه کي د خلګو مقاومت ماتوي، سرزوري له مينځه وړي او وروسته پر ارامه يو سړک ورته جوړوي. څوک چي ددې نوي طرحي په هکله ږغيږي، بايد جګړه د نظره ونه باسي.)) زه غواړم دا پر علاوه کړم چي جگړه زموږ په هيوادکي دمسلې دحل  اساسي لارنده ،دواړه کارونه بايدداسي پر مخ  ولاړسی چې دبين الافغانی  تفاهم تله پر درنه وي .


۱۰/ تاسو ټولو وليده جور ج بوش  دامريکا دجمهور رييس په گوته مجبور شو چي دبخارست په غونډه کې برخه واخلي تر څودناټو غړي هيوادو مشران وهڅوی چې افغانستان ته زيات شميرسربازان ولېږي ، دا دې معنا لري چي په افغانستان کي امنيت ټکنۍ او له جدي گواښ سره مخامخ دي ،بوش وويل موږ نشوکولاي په افغانستان  کي ماتې قبوله کړوکه داکار وکړونوترهگر زموږ دکور دروازې ته راځي  . خبر گزاري  صداي افغان  ۲ اپريل


۱۱/  دروان کال دوری پر ۱۴ مه دامريکاجمهوررييس جور بليو بوش دناټودغړو هيوادوپه سرمشريزه گونډه کي چي د بخارست په ښارکي جوړه شوې وه څرگنده کړه چي افغانستان دناټوپه تاريخ کي ترټولوخطرناکه ماموريت  دی . دريانوستی خبري اژانس


۱۲ / له بلې خوا دامریکا داستخباراتي موسسې مشر خبرداری ورکړ چې دپاکستان او افغانستان په سرحدونو کښې دالقاعده دشتون په خاطر په دغه سیمه کښې عملیات ضروري دي .


دامریکا داستخباراتي موسسې مشر مایکل هایډن خبرداری ورکړی هغو ترهګرو چې له القاعده سره ارتباط درلود له تیرو اتلسو میاشتو راهسې دپاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کښې دځان لپاره امن مرکزونه جوړکړي دي چې دغه چاره دلویدیځ لپاره له خطرې ډکه ده. BBC


دامریکا دخارجه وزارت مرستیال  ریچارډ باوچر اوجان نیګرو پونټې په شان لوړرتبه مسولانو په ډاګه ويلي دي چې داسې ډلې او کسان شته چې باید له هغو سره خبرې ونشي بلکې یوازنۍ لاره پوځي لاره ده او هغه داچې ددغوکسانو پرضد عملیات  ترسره شي . بې بي سي


جالبه خبره ده دافغانستان  په جنوبي سيمو کي CIA دعملياتو غوښتنه کوي،اوددي لپاره همدا اوس تيارۍ نيول کيږي مگر  دافغانستان داحصائیې  رييس  اويوشمير دولتي چارواکي بيادسرشميرنې ليوال دی اودهغې پر سرته رسېدو ټينگار کوي .


۱۳/ همدا سږکال په همدې شپو او ورځوکي په  هلمند، روزگان  ، زابل ،کنړ،کندهار،فراه  اوبادغيس کي پر پوليسواونورو دولتي ادارو وسله والي حملې وشوې داډول حملې،دخرپ اوترپ جگړه په خپل ټول قوت روا نه ده . دکابل کندهار لويه لار چې گويا وبهرنيانو اوافغاني پوځيانو لخوا ساتل کيږي دمگړۍ يوه نا امنه لار ده.


۱۴/ دنړيوالو سازمانودڅېړنو اومعلوماتو ل مخی همدا اوس په افغانستان کي  ((۱۸۰۰)) وسله والی ډلي فعاليت لري . دکوم ضمانت له مخې کيداي شي داومنوچي داډلي به دسرشمېرنې مامورينوته گواښ نه وي  اودوي ته به پدې کارکي خنډونه پيدانکړي ؟


زه داسوال لا نه کوم چي ايا دسرشمېرنې لوي  رییس صاحب پدې سرشمېرنه کي داددولت مخالفين او وسله والي ډلي اوهغه چي سمدلاسه ددولت سره په جگړه کې قرار لري  هغوي په شمېرنه کي راگډوی اوکه هغوي  په افغانانوکي نه شمېري ؟اوکه احيانأ غواړی هغوي په سرشمېرنه کښي راشي دغوي دشمېرني لپاره له کوم ډول ميتود څخه چې پايلې ئې دقبول وړ وی کاراخيستل کيږي ؟ دهغوي شمېرنه به کوم مامورين  کوی ؟ که يوه لحظه دا ومنوچې ددولت دمخالفينو دهيواد ((۱۰)) په سلوکي خاوره پلاس کي ده چي تر دې ډيره ده ،پدغو سيموکي چي ددولت دمخالفينوتر ولکې لاندي ده څوک اوپه څه ډول سرشمېرنه کيږي ؟اوکه هغوي هم لکه کوچيان ،اوپه بهرکي افغان کډوال له نظره غورځول کيږي ؟پدې صورت کي دسرشمېرنې اداره دچاشمېرنه کوي ؟ اودکومي شمېرنې پايلي اعلانوي ؟


داچي هره ورځ دافغانستان په مختلفو ولاياتوکي  پر دولتي اودنړيوالوسازمانوپرکارمندانووسله وال بريدونه کيږي  اوپه لسهاو انسانان  وژل کيږي اوياهره ورځ له بادغيس نه تر کنړه په (( ۱۹)) ولاياتوکي دبهرنيانوله خوا په خرپ  پوځی عمليات روان دي ،دوي یې امنيت بولی  او وايي دسرشمېرنې لپاره شرايط برابر دي .که داکار ملي  دسيسه  نده نوڅه ده ؟؟؟


ادامه …..  ټولنيزي ستونزي …