افراسياب خټک :دستونزو اخري حل زور دى
دپاکستان دعوامي نيشنل ګوند ايالتي مشرافراسياب خټك ويلي دي چې موجوده ايالتي حكومت به په سرحد كې په خاصه توګه قبايلي سيمو كې امن دامنيت ټينګښت لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي دايالتي كابينې دلومړۍ غونډې نه پس نوموړي خبريالانو سره دخبرو اترو په وخت وويل چې دنوي صوبايي حكومت دا كوښښ دى چې په سيمه كې دې دخبرو او دجرګو لـه لارې امن راوستلى شي
ديو سوال په ځواب كې نوموړي وويل چې عوامي نېشنل ګوند به په ضمني انتخاباتو كې برخه اخلي او چې كوم خالى سېټونه يې دي په هغې به خپل كانديدان ټاكي نوموړي زياته كړه كه چېرې په صوبه كې دجرګو او خبرو له لارې امن رانه وستل شو نو بيا به ايالتي حكومت د زور اخري لاره استعمالوي اوموجوده ايالتي حكومت به داولس كشالو هوارولو لپاره خپلې ټولې وسيلې پكار راولي
د ورته موضوع په اړه زموږ د لرافغانستان يو بل خبريال ارين خان داسي ليکي :
دعوامى نيشنل ګوند دسرحدمشر افراسياب خان خټک ويلى چې دسرحد ايالت دسولى اوروغى جوړي پخاطر په يوه نوى کړنلاره اعلام کړى چې دسرحد اسمبلۍ په غونډه کښې به ورباندى خبرى اترى هم وشى داخبره ده په پېښور کښې دباچاخان په مرکز کښې دعوامى نيشنل ګوند دايالتى کابينى په غونډه کښې له ګډون وروسته خبريالاتو اوخبرى رسنيو ته په خپله ويناکښې کړيده افراسياب خټک وويل چې په صوبه کښې دتلپاتى سولى او پوخ امنيت ټينګول او رامنځته کول دحکومت بنسټيزه او لومړنى کړنلاره ده چې ډيرژربه له طالبانو سره دخبرواترو لړۍ پيل شى ده زياته کړه چې ANP به په راتلونکو څو ورځو کښې دسولى او روغى جوړى پخاطر يوه هراړه خيزه اوبشپړه کړنلاره وړاندى کړى اوپه دغه کړنلاره به دسرحد اسمبلۍ په غونډه کښې تودبحث وشى افراسياب خټک دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې پخوانى حکومت دکشالو اوستونزو دله مينځه وړلو لپاره له پوځى ځواک څخه دلومړنى حربى په توګه کاراخيسته خوعوامى نيشنل ګوند به له حکومت سره دسوله ايزه او زغنده خبرواترو لړۍ دلومړى حربى په توګه وکاروي ده څرګنده کړه چې په صوبه سرحد کښې بيکاره او بى روزګاره ځلميانو ته مسلکى روزنه ورکړاى شى اوهغوى ته به مياشتنى جيب خرڅ هم ورکول کيږى ديوى پوښتنى په ځواب کښې افراسياب خټک داهم وويل چې دصوبه سرحد په ايالتى کابينه کښې دمسلم ليګ (ن) ته دونډى ورکولو په اړوندهڅى روانى دى.