ناټو د خپلو دوو سرتيرو د وژني او دوو نورو د ټپي کېدو خبره کوي
د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا د لراوبر ډاټ کام د کابل څانګې ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي نن ۱۶ اپرېل د ناټو ځواکونو دوه سرتيري د افغانستان په جنوب کي د يوې چاودني په ترڅ کي ځای پر ځای وژل سوي او دوه نور يې ټپيان سوي دي ، خبرپاڼه زياتوي چي ژوبل سوي سرتيري په منډه د ناټو ځواکونو روغتون ته لېږدول سوي ، ناټو وايي چي د خپلي تګلاري له مخي د ژوبل او وژل سويو سرتيرو هويت تر هغو چي د هغوی کورنی هيواد يې په ډاګه نه کړي نه څرګندوي . خو دافغانستان په جنوب کي د چاودنو په پايله کي په هلمند کي انګرېزان او په کندهار کي کاناډايان وژل کېږي .
قاضي »