کور / د ډيورنډ کرښه / د ډيورند کرښې ته پلمه

د ډيورند کرښې ته پلمه

د ډيورنډ کرښې ته پلمه
پوهنمل ډاکټرعبدالقيوم مومند
د يوکال راپديخوا د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره تيری کيده، بيګناه افغانان په ننګرهار او کونړ کې وژل کيدل، کورونه او کروندې یې ورانيدې، مګر د حامدکرزي حکومت به پټه خوله ناست و او کوم عکس العمل به یې نه ښود. کله به چې د حامدکرزي، د هغه له وياند، د دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو له چارواکو او د ننګرهار او کونړ له واليانو څخه پوښتنه وشوه، هغوی به په دې هکله بيخبرې ښودله او دا به یې ويل چې هغوی په دې هکله کوم معلومات نه لري. ولسونو به نارې وهلې چې دوی د پاکستانيانو له خوا هره ورځ بمباريږي، کورونه يې ورانيږي او دوی په بيرحمانه توګه وژل کيږي، مګر حامدکرزي او د هغه د حکومت چارواکو به ويل چې د افغانستان په خاوره کوم تيری نه دی شوی.
کله مې چې تيره اونۍ له بيلابيلو رسنیو څخه واوريدل چې د افغانستان ولسي جرګې د ملي دفاع وزير او کورنيو چارو وزير نه د باور رايې واخستلې نو حيران شوم او يوڅو خبرې مې فکر ته راغلې چې تاسې سره یې دلته شر يکول غواړم.
لومړی بايد د يو افغان په توګه د حامدکرزي څخه دا پوښتنه وشي چې هغه ولې د دې واقيعت نه سترګې پټولې چې د افغانستان په خاوره د پاکستان لخوا یرغل او تيری کيده. حامدکرزي او د هغه د حکومت غړو داسې کوم مجبوريتونه درلودل چې دوی یې دې ته اړ کړي وو چې د افغان ولس په وژنه او په خاورې د يرغل نه سترګې پټې کړي؟
د څو کلونو وړاندې خبره ده. د لوستونکو به ښه په یاد وي چې د افغانستان په لويديځ کې زموږ پر خاوره يرغل او تيری وشو او ورسره سم د افغان محاجرو ژوند او اوسيدل په ايران کې د مرګ ژوبلې او لويو ستونزو سره مخ شو. کله به چې د حامدکرزي او د هغه د حکومت د چارواکو څخه په دې هکله پوښتنه وشوه نو پوره ناخبرتيا به یې ښودله او داسې به یې څرګندوله چې ګواکې هيڅ هم نه دي پيښ شوي. له دې نه څه موده وروسته، د ۲۰۱۰ رئيزکال د اکټوبر په مياشت کې، مو د ايران د حکومت لخوا حامدکرزي او د هغه د حکومت نور غړو ته د محمدعمر داودزي په لاس د ايرو (Euro) نه د ډکې پلاستيکي بوجۍ انځورونه په کورنيو او نړیوالو رسنيو کې وليدل او دا راته څه ناڅه څرګنده شوه چې حامدکرزي او د حکومت نورو غړو یې ولې د ايران په يرغل او تيري او په افغانانو د ظلم او زياتي کولو څخه سترګې پټولې.
د پاکستان لخوا د افغانستان پرخاوره پخوا هم تیرې کيده او مربوطه ولسونو به خپلو سيمه ايزو چارواکو ته شکايت کاوه مګر تيري د ځان سره مرګ ژوبله نه درلوده. کله چې محمدعمر داودزي په پاکستان کې د افغانستان سفير وټاکل شو څه موده وروسته پر افغانستان د پاکستان تيری د مرګ ژوبلې سره مل شو. دلته دا پوښتنه رامينځته کيږي چې د محمدعمر داودزي سره د پاکستان د تیرې تړاو څه دی او تيری ولې ډيرشو. محمدعمر داودزي ولې د پاکستان د تيري په مقابل کې يوه ورځ هم احتجاج ونکړ او يا حامدکرزی داودزي د احتجاج په توګه افغانستان ته راونه غوښت. که د حامرکرزي او محمدعمر داودزي داستان ته په ايران کې په غور سره وکتل شي نو بايد د پاکستان په مقابل کې د کرزي او داودزي د موقف په هکله باید کومه خيرانتیا رامينځته نه شي.
کله به هم چې د حامدکرزي څخه د پاکستان د تيري او مرګ ژوبلې په هکله پوښتنه وشوه نو هغه به ويل چې پاکستان زموږ ورور هيواد دی، دا د دښمنانو کارونه دې، دښمنان غواړي پاکستان بدنام کړي او د افغانستان او پاکستان ترمينځ اړيکې خرابې کړي.
رابه شو ولسي جرګې ته. د حامدکرزي نه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې کوم غړي، کوم سیاستوال، کوم سياسي څيړونکي او د رسنيو کوم خبرلوڅي يوه ورځ هم دا پوښتنه ونکړه چې د افغانستان په ختيځ کې پرته له پاکستان څخه بل کوم هيواد پروت دی چې زموږ سره دې دښمني ولري؟ که هدف یې په شمال ختيځ کې چين وي، نو که حامدکرزی او د هغه ملګري په جغرافيه او پوځي چارو او وړتيا نه پوهيږي، نور افغانان خو په دې پوهيږي چې په هغې غرونو کې تر اوسه داسې امکانات نشته چې چين دې د لنډې فاصلې د توپونو او توغنديو څخه کار واخستی شي او نظامي عمليات او ګوزارونه دې په ننګرهار او کونړ وکړی شي. البته د لرې فاصلې د وسلو امکانات د چين سره شته، مګر په کونړ او ننګرهار کې د لنډې فاصلې درنې وسلې استعمال شوي دي، نه د لرې فاصلې وسلې. که چين هم دښمن نه دی او پاکستان هم دښمن نه دی، نو دښمن څوک دی؟ په سيمه کې خو يواځې پښتانه پاتې شو چې د ډيورنډ دواړو خواوو ته ژوند کوي او هره ورځ وژل کيږي. آیا پښتون د پښتون دښمن دی او يو پښتون بل پښتون وژني؟ په دې خبره بايد سړی ژور فکر وکړي.
دوهمه خبره د ولسي جرګې د باور د رایې اخستلو ده. ولسي جرګه دا صلاحيت لري چې دا کار وکړي، مګر آیا دا صلاحيت یې پرځای استعمال کړی او که بيځايه یې ترې کار اخستی دی. په تيرو څو مياشتو کې به د ملي دفاع د وزارت او کورنيو چارو د وزارت د ځينو چارواکو او مسئولينو څخه دا اوريدل کيدل چې پاکستان د افغانستان پر خاوره تيری کوي او دوی به دا هم ويل چې که پاکستان دا تیری بند نه کړي نو افغانستان به لازم اقدامات وکړي. دلته بايد دا پوښتنه وشي چې د ملي دفاع وزارت او د کورنيوچارو وزارت چارواکو بيغوري کړې، معلومات یې نه دي راټول کړي، لازم تدابير یې نه دي نيولي، او لازم اقدامات یې نه دي کړي، او که معلومات یې راټول کړي، لازم تدابير یې نيولي، حامدکرزي ته یې رسولې او هغه پرې کوم عمل نه دی کړی او د اقداماتو امر یې نه دی ورکړی.
دافغانستان داساسي قانون پراساس د پوځ سترقوماندان ريس جمهور يعنې حامدکرزی دی. هغه باید خپلو پوځونو ته د هيوادڅخه ددفاع په خاطر په تجاوزکوونکي او يرغلګر هيواد دحملې او يرغل امر ورکړي. آيا حامدکرزي دا امر ورکړی او که نه؟ که حامدکرزي دا امر ورکړی وي اود ملي فاع او کورنيوچارو وزيرانو دا امر نه وي پرځای کړی نو دا ملي خيانت دی او د هيواد سره د ملي خيانت سزا، نه يواځې په افغانستان بلکې د نړۍ په ګڼو هيوادونو کې، مرګ دی. له دوی څخه د باور رای اخستل کومه معنی نه لري. دوی بايد په ښکاره ډول اعدام شي ترڅو نور ترې زده کړه وکړي. که چیرې حامدکرزي دا امر نه وي ورکړي نو بيا خو باید ولسي جرګه نه يواځې دا چې د حامد کرزي او د هغه له دواړو مرستیالانو څخه د باور رای واخلي، بلکې د ملي خيانت په جرم یې محکمې ته ورپه ګوته کړي.
دريم ټکی دا دی چې پاکستان ولې د افغانستان په خاوره تيرې کوي، افغانان وژني، خپلې پوستې د ډيورند کرښې نه لويديځ خوا ته دننه کوي او بيا په دې سيمو کې افغانان مجبوروي چې د پاکستان شناختي کارډ واخلي. که څو کاله وړاندې ولاړ شو او حالات وڅيړو نو په دې به پوه شو چې دا کومه نوې خبره نه ده بلکې د کمونستي نظام او روسي يرغل په مقابل کې د جهاد نه راپديخوا دا سلسله روانه ده.
پاکستان د روسانو او کمونستانو سره د جهاد په دوران کې د افغانستان پر حريم تیری کړی و او د افغانستان په خاوره کې یې پوستې جوړې کړې وې. څرنګه چې جهاد روان و او د روسانو او کمونستانو سره جګړې اوليت درلود مجاهدينو او د هغوی سياسي مشرانو دې ټکې ته ارزښت نه ورکاوه. هغه پوستې اوس هم په هماغې حال پاتې دي. لويه بيلګه یې په شمشاد کې د پاکستان د پوستې موقيعت دی. کله چې مجاهدينو او د هغوی مشرانو د کابل او نورو ولايتونو د قدرت پر ويش غوبل شروع کړ او د ولس مرګ او د هيواد ويجاړتيا ته یې ملا وتړله، پاکستان بيا له حالاتو څخه ګټه پورته کړه او د افغانستان خاوري ته نور هم راننوت. هاغه وخت ما په کليفورنيا کې د افغانانو په يوه سيمه ايزه راډیو کې يوه لنډه تبصره وکړه او د حالاتو په خطر وږغږيدم. اوس هم حالات هماغسې دي او تبصره هم هماغې ته ورته ده. پاکستان د طالبانو د حکومت په دوران کې نور هم د افغانستان خاورې ته رادننه شو او دې سلسلې اوس نوره پراختيا موندلې ده. پخوا به پاکستان په پټه، چل او فريب د افغانستان خاورې ته رادننه کيده او اوس د توپونو او بمونو په زور رادننه کيږي.
پاکستان په کابل کې د مجاهدينو په اسلامي حکومت فشار اچولی و چې د ډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني، مګر د مجاهدينو حکومت دا کار ونکړ. وروسته یې پر طالبانو فشار راوړ چې د ډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني، مګر بريالي نشو او طالبانو هم د هغوی له غوښتنې څخه سرغړونه وکړه. کله چې حامدکرزی د کابل پر څوکۍ کښينول شو، د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه بارنيټ روبين په خپله يوه ليکنه کې وليکل چې اوس ښه موقع ده چې د جورج بوش حکومت پر حامدکرزي او شمالي ټلوالې فشار راوړي ترڅو د ډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني، مګر د جورج بوش حکومت د حامدکرزي سره دا خبره رسماً مطرح نه کړه او دې ته موقع پيدا نه شوه چې حامد کرزی او شمالي ټلواله دې کوم دريځ ونيسي. که خبره مطرح شوې وی نو شمالي ټلوالې به دا خبره خامخا منلې وی او د حامدکرزي منل به هم د واقيعت نه ليرې نه وی. الله عالم دی.
په دې تيرو ديرشو کلونو کې پاکستان ته د افغانستان هيڅ حکومت هم دا نه دي ويلي چې د افغانستان خاورې ته ولې رادننه شوې يې او بايد بيرته خپلې پوستې بيرته د پاکستان خاورې ته يوسې. د پاکستان حکومت په واقيعت کې غواړي چې د افغانستان حکومت ورته ووايي چې د افغانستان خاوره پريږده او خپلې خاورې ته بيرته ولاړ شه. پاکستان غواړې د دې مسئلې نه داسې يو کړکيچ جوړ کړي تر څو نور هيوادونه او نړيواله ټولنه د دوي په مينځ کې کښيني. کله چې افغانستان د پاکستان سره د اوسني کړکيچ د حل خبرواترو ته کښيني نو پاکستان به لومړی پر دې ټينګار وکړي چې په خپله خاوره کې دی او د افغانستان پر خاوره یې تيری نه دی کړی. کله چې مجبور کړی شي او دا ومني چې د خپلې خاورې څخه راتيرشوی او د افغانستان پر خاوره یې تيری کړی نو د افغانستان حکومتي چارواکو ته به ووايي چې پاکستان ته خپله سيمه ورپه ګوته کړي او د افغانستان او پاکستان په مينځ کې پوله معلومه کړي. په دې وخت کې افغانستان مجبوريږي چې پاکستان ته د افغانستان او پاکستان ترمينځ پوله ورپه ګوته کړي. څنګه چې د افغانستان حکومت د دې زور او قدرت نه لري چې پاکستان ته ووايي چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ پوله اباسين دی چې ختيځ کې ترې پاکستان پروت دی او لويديځ کې ترې افغانستان پروت دي، او افغانستان د هند تر سمندر پورې غزيدلی دی، د افغانستان حکومت به مجبوريږي چې پاکستان ته ووايي چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ پوله د ډيورنډ کرښه ده. داراز به افغانستان د ډيورنډ کرښه په حقوقي لحاظ په رسميت وپيژني.
کله چې افغانستان دا ادعا کوي چې پاکستان د خپلې پولې نه راديخوا د افغانستان پر خاوره تیری کوي په واقيعت کې افغانستان د ډيورنډ نه ختيځ خواته خاوره پاکستان ګڼي. افغانستان په پاکستان کې سفير لري او پاکستان په افغانستان کې سفير لري. که دې او ځينو نورو رسمي راکړو ورکړو او قراردادونو ته وګورو نو په غير حقوقي توګه افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت پيژندلې ده. په نړيړاله حقوقي ژبه دې تهdefacto recognition وايي. يواځې دا پاتې ده چې افغانستان، پاکستان د ډيورنډ د کرښې نه ختيځ خوا ته په حقوقي لحاظ هم په رسميت وپيژني. دې ته په نړيواله حقوقي ژبه کې dejoure recognition وايي. که افغانستان، پاکستان د ډيورنډ د کرښې ختيځ خواته په حقوقي لحاظ هم په رسميت وپيژني، پاکستان به بيا هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او د افغانستان پر خاوره به تيری کوي، ځکه پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې يو کمزوری حکومت پر قدرت ناست وي چې تل پاکستان ته اړ وي او د پاکستان پلانونه په افغانستان او سيمه کې عملي کړي. د پاکستان د لاسوهنو او تیري د مخنيوي لار خبرې اترې نه، بلکې خپله خاوره بيرته لاس ته راوړل دي. دا چې خپله خاوره بيرته څنګه لاس ته راوړی شو، يو جلا بحث دې چې انشا الله د وخت او حالاتو سره سم به پرې ليکل وکړم.
څلورمه خبره د امريکا او نړيوالو پوځونو شتون په افغانستان کې او افغانستان سره د ستراتيژيکو تړونونو لاسليک کول دي. موږ بايد دا پوښتنه وکړو چې په دې ټولو تړونونو کې د افغانستان ګټه څه ده؟ د افغانستان په خاوره تیری کيږي، افغانان وژل کيږي او امريکا او نړيوال د افغانستان د خاوري نه دفاع نه کوي. دوی په افغانستان کې څه کوي؟ که دوی وايي چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزه کوي نو دا خو نه يواځې دوی بلکې ټولې نړۍ ته ثابته وه او ثابته ده چې د ترهګرو ځالي په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې دي. اوساما بن لادن په ايبټ اباد کې استوګنه درلوده، نه په کابل کې. د جنګ، تشدد او تروريزم درسونه د پاکستان په مدرسو کې تدريسيږي نه د افغانستان په مدرسو کې. داسې بريښي چې د امريکايانو او نورو نړيوالو له نظره د تروريزم سره مبارزه يواځې د پښتنو وژل دي او بس. دا چې پښتون د ډيورنډ د کرښې کومې خوا ته مري مهمه نه ده. مهمه دا ده چې پښتون مري او د امپريالستي قوتونو او د هغوی د ګوډاګيانو پلانونو ته لارې خلاصيږي. دا چې د پښتون وژنې په دې نړيواله لوبه کې څوک کوم رول لوبوي او کومه دسيسه پرمخ بيايي، ژور فکر او د پښتون ويښيدلو ته اړتيا لري او که نه نو شهيد شفيق صاحب څه ښه ويلي وو:
که دا يو چې په همدې شانې اوسيږو نو په مړو او معدومو به شميريږو