کور / طنز / د افغانستان د ناخوالو ډکی څیری سره ځانګړی مرکه

د افغانستان د ناخوالو ډکی څیری سره ځانګړی مرکه

طنز

نن مو ښاغلی جګړه مار لالا میلمه دی
خبریال: مننه چی وخت مو راکړ د یوی ځانګړی مرکه لپاره
جکړه مار لالا: بس کله کله به غریبانو ته وخت ورکوی یاره.
خبریال: تاسو ولی دومره ډیر لقبونه لری (جهادی څیره، ملی شخصیت، حاجی جګړمار صاحب)؟
جکړه مار لالا: خا اوس غواړی چی دا ټول درته معنا کړم؟
خبریال: بلی صاحب که لطف وکړی:
جګړه مار لالا: غوږ شه، جهادی څیره ځګه راته وایی چی د دولت ټولی فیصلی ترڅو چی مونږ جهادی رهبرانو یو ځل له نظره تیری کړی نه وی ترهغی د تطبیق او پلی کیدلو وړ نه دی، ملی شخصیت ځکه یم چی په کابینه کی دری وزیران، اته والیان، پنځه امینی قومندانان، د تنظیمی اردو دوه د قول اردو قومندانان، په ملی انډوخر کی شل وتلی او پیژندلی کمیشن کاره وکیلان، دوه امینتی کمپنی او داسی ډیره ونډه په دولت که دننه او باندی لرم، او حاجی جګړه مار راته ځګه وایی چی کله حج ته تللی وم هلته می د خدای تعالی سره وعده کړی ترڅو چی ژوندی یم جګړه به کوم او صاحب خو چی د نوم په اخر کی نه وی نو دا ټول لقبونه بیا کومه معنا لری!
خبریال: خلک وایی چی تاسو د د ځمکو په غصب کی لاس لری؟
جګړه مار لالا: په افغانستان کی د خلکو د سواد کچه ډیره ټیټه ده، ما خو دولتی ځمکی ندی غصب کړی، صرف هغه شاړی تښتی چی د انسان د اوسیدولو وړ نه وی دلته می ښارګوټی جوړ کړی او په خلکو باندی می یو نمره ځمکه په شل زره امریکایی ډالرو خرڅه کړی اوس تاسو قضاوت وکړی چی ایا دا ما یو ښه خدمت کړی او که دولتی ځمکی می غصب کړی؟
خبریال: خلک وایی چی تاسو څو دولتی دندی لری او هم د دولت د اپوزیسیون غړی یاست؟
جګړه مار لالا: څه وکړم وه خبریاله! هره شپه چی د ملی تلویزون څخه خبرونه اورم بس د کرزی صاحب د فرمان له برکته یو نوی دنده راپه برخه کیږی، نو زه یی باید ومنم، که یی ونه منم بیا همدا خلک وایی چی اوس د ولسمشر امر نه منی، که چیری زه د اپوزیسیون غړیتوب ونلرم نو بیا خو دولت ما ته هیڅکله هم چوکی نه راکوی.
خبریال: خلک وایی چی تاسو په نورو هیوادونو کی هم ډیر زیات جایداد لری، پداسی حال کی چی اتیا سلنه افغانان په هیواد دننه حتا یو عادی کور هم نلری؟
جګړه مال لالا: هغه زړو متل رایاد شی، وایی چی عقل یی کم وی تل یی په کور غم وی، دا خلک باید خوشحال شی چی یو افغان په نورو هیوادونو کی هم د جایداد اخستلو وس لری، بله خبره چی حالت خراب شی نو زه په چیرته تښتم؟ نو پدی خاطر می په نورو هیوادونو کی کورونه اخستلی دی چی کله حالت خراب شی بیا به هلته ژوند کوم.
خبریال: عام خلک او رسنی وایی چی تاسو د دولت څخه باج اخلی؟
جګړه مال لالا: باج نه اخلو خپل حق مو دی، که مونږ امریکایی دوستانو ته زمینه نه وو مساعد کړی نو بیا به کرزی څنګه ولسمشر شی وو، دا هر څه زمونږ له برکته دی، نو کرزی صاحب هم نمک حرام ندی او اوس زمونږ حق پوره ادا کوی.
خبریال: وویل کیږی چی تاسو د بشری حقوقو په سرغړونو باندی تورن یاست؟
جګړه مار لالا: خبریال صاحب داسی بی اساسه تورونه دی، په جګړه کی خو حلوا نه ویشل کیږی باید خلک مړه شی، نو دلته بشری حقونو سرغړونه څه معنی لری.
خبریال: نړیوالی د بشری حقوقو اداری وایی چی ستاسو نوم د بشری حقونود سرغړوونکو په لیست کښی دی؟
جګړه مار لالا: هغه ټول زما ملګری دی، دا چا درواغ وویلی دی، اوس هم زما ناقانونه ملیشی امریکا ځانګړو ځواکونو سره یوځای افغانان هر شپه د القاعده په نوم مړه کوی.