کور / کتاب / د انوارو قافلې هلمند ته را ورسېدې

د انوارو قافلې هلمند ته را ورسېدې

دا د ښاغلي مولوي عبدالهادي عمري هغه شعري ټولګه ده چي شاوخوا ۸۰ حمدونه ،نعتونه او نور سپیڅلي کلامونه پکي اوډل سوي دي .
پر دې ټولګه د هیواد وتلي نعت بول قاري فضل الدین سراجي سریزه کښلې ، عطامحمد سیلاب یې کمپوز او خپله عمري یي د ډیزاین چاري بشپړي کړي دي .
د انوارو قافلې نعتیه ټولګه په لښکرګاه کي د ، دارالقران کتاب پلورنځی لخوا په غوره کیفیت او صحافت د چاپ تر پړاو را وتلې .
هلمند میشت شاعر مولوي عبدالهادي عمري چي له څه مودې راهیسي له نورو حماسي او زوقي شعرونو سره مخه ښه کړې ، دادي اوس یې دوهمه نعتیه شعري ټولګه چاپ کړه .
نومړي تر دې درې کاله وړاندي د نعتیه پلوشې په نوم یوه ورته ټولګه ټولني ته وړاندي کړې وه چي خورا هرکلی یې وسو .