دمصر ولسمشر ددفاع وزیر او لوی درستیز له کاره ګوښه کړل
مصر:د مصرولسمشر محمد مُرسي دمصرد فوځ د عالی شورا تر ټولو لوړپوري چارواکی ددفاع وزیر فیلد مارشال حسین طینطاوی او دهغه مرستیال او لوی درستیز سامی دخپلو دندو څخه ګوښه کړل.
حسین طینطاوی د مصر دپخواني شړل شوی اولسمشر حسن مبارک په وخت کي شل کاله د فوځ مشر او دد فاع وزیر په تو ګه دنده درلوده.
د مصر تلویزیون وویل چې ولسمشر مُرسي جنرال خلیل السیسي د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکلي دی . داسی ښکارې چي دمصر دفوځ په دننه کي به ډیري نوی ټاکني او فوځي کدرونه ځاي پرځای شي.
د مصر د ولسمشر یوه ویندوی وویل چې ښاغلي مُرسي د پوځ د عالي شورا خاص واک هم محدود کړی دی.او همدارنګه یی دجمهوررئیس هغه صلاحیتونه چه دفوځي عالی شورا لخواه محدود شوی وو بیرته واخیستل .دغه فوځي شورا مخکی ځان ته د پوځي قومندانانو د ټاکنې او د هغو د کار د دورې د اوږدولو او لنډولو واک پخپل لاس کی نیولی وو.
د ایورونیوز خبر له مخي د مصر د فوځ د عالی شورا دغه لوړپوړی چارواکي دجمهور رئیس سره تر مشوری وروسته د خپل دندی څخه ګوښه شول او دجمهور رئیس د مشاورنیو په تو ګه به خپل کارته اد امه ور کړي. دفوځي شورا او د محمد مُرسي د اخوان المسلمین ګوند ترمنځ له پیله اړیکې ترنګړي وې. خو له دې سره سره مُرسي د یوه هوښیا او ځیرک سیاستوال په توګه دا احساس لري چې باید د مصر روزل شوی او مسلکي پوځ د ګوندي سلیقو په خاطر تصفیه او کمزوری نه شي او په منطقه کي دیوه سترقوی طاقت په توګه دمصر دکورنې او بهرني امنیت په ساتلو کي مهم رول ولوبوی.
په افغانستان کې د مجاهیدنو د واک نیولو وروسته د مصر د اخوان المسلمین لارویانو دا ډول جرئت او درایت نه درلودی.او ددوي په خپل منځي جګړو کي زمونږ دهیواد د سلو کالو تکړه اوروزل شوی پوځ دانساني پرسونل، تخنیکي او جنګی وسیلو سره داسی دړی وړی شو چه لا تر اوسه پوری دهغه قوی فوځ خاوندان نه یوو. د فوځي کمزوری اردو او د تېروتنو په وجه افغانستان نن هم یو کمزوری دولت دی او دخپلی خاوری د ځمکني تمامیت دفاع نشی کولای اوددي هیواد د برخلیک ټاکل یې هغه هیوادونه د ځان حق بولي چې جهادي تنظیمونو یی روزلی دي چي ددوي ملاتړی ګڼل کیږی.نو ځکه پاکستان نن زمونږ پر پاکه خاوره باندی بیشرمانه حملي کوی او زمونږ اردو او فوځ ورته په سپینو سترګو ګوری او هیڅ هم نشی کولای.