دتخار ولایت داشکمش ښاروال ووژل شو
نن دتخارولایت داشکمش ولسوالي ښاروال عبدالعزیزاو دسولي دعالی شوراغړی محمد هاشم ددرو ملکي کسانو په شمول په کرولاموټرکي د ماین د چاودنې له امله ځای پرځاي مړه شول.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجا هد ددی پیښی مسئولیت په غاړه اخیستي دی او دهغوي مړینه یی هم تائید کړی ده. په ورته خبر کي دتخار والی وایی چه نن د اشکمش ولسوال عبدالمنان موټرچه د تالقان په لور روان وو هم د طابلنو تر برید لاندی راغلي ،ولي مرګ ژوبله یی نه درلوده. ولسوال اوملګری یی روغ رمټ د برید څخه ووتل او ددوي په قول ددی پیښي عاملین دوه طالبان له منځه تللی دي.
په دی نژدی ورځو کي د طالبانو حملي پرمحلي چارواکو باندی ډیری شوی دي. او پرون د الیشینګ ولسوال هم د طلبانولخواه د ماین په ذریعه خپل ژوند له لاسه ور کړی.