کور / تازه خبرونه / په هلمند ۷ کسه مخالفين ژوندي نيول سويدي

په هلمند ۷ کسه مخالفين ژوندي نيول سويدي

د هلمند چارواکي وايي د ماين خښوونكو څلوركسيزه ډله د يكشنبې په ورځ په ناوه اوموسى كلا ولسواليوكې د پوليسولخوا د ماينوښخوولوپرمهال لاس په لاس نيول شوي چې له دې جملې څخه دوه تنه په ناوه اودوه نورپه موسى كلا ولسوالى كې نيول شوي دي.

له يادو شويوكسانوسره پنځه كړى غورځيدونكي يا ټي وي ماينونه ،يوميل كلاشينكوف اويوه عراده موټرسيكل هم د پوليسولاس ته ورغلي اونيول شوي كسان دا مهال ترپلټنولاندې دي.

دا يوه له ډېرو لږو پېښو څخه ده چي امنيتي کسان د ماين ښخوونکو د ژوندي نيولو خبر ورکوي ، پر دولتي او بهرنيو ځواکونو دا نيوکه مخ پر زياتېدو ده چي د مخالفينو د نيولو زحمت ځانته نه ورکوي ، داسي پېښي لږ نه دي چي لسګونه امنيتي ځواکونه د يو يا دوو کسانو د نيولو د هڅي پر ځای له ليري واټنه دهغه وژلو ته ترجيح ورکوي .
د تيري مياشتي راهيسي يوازي د کندهار ولايت په اړوند سيمو کي پنځه ځله دوه دوه ماين ښخوونکي د ناټو الوتکو په نښه کړي او وژلي دي خو ددوی د ژوندي نيولو هڅه نه وه سوې .

د هلمند ولايت مطبوعاتی دفتر وايي چي تېره شپه ځانگړوځواكونود ناوې ولسوالى په تريخ زابرسيمه كې ځانگړي عمليات ترسره كړي چې په پايله كې يې د حيات الله،صفت الله اومحمد عارف په نومونودرى تنه کسه شکمن طالبان نيول شوي دي. په خبر کي راغلي چي په دې عملياتو کي ټکان ندي سوي او چاته مرګ ژوبله نده اوښتې .

د پېښو څارونکي د کشف او عملياتو پر مهال د يو بل د ژوندي نيولو پر ځای د هغوی د وژل کېدل تر جګړې وروسته دورې لپاره لوی خطر بولي ځکه چي د هر يوه کس ( طالب ، ملي پوليس او ملي اردو ) په وژل کېدو يو څو ماشومان او ميرمني بې سرپرسته کيږي او د بدبختۍ و کندي ته يې د لوېدو خطر زياتيدای سي .

د هلمند ولايت څخه په دوو جلا پېښو کي د مخالفينو د ژوندي نيولو او قانون ته سپارلو خبر لږ تر لږه د يو څو کسانو د ژوندي پاته کېدو ښه خبر بلل کيدای سي .