ننګرهار: افغان پوليس امريکايي او افغان سرتيري وويشتل

د لراوبر اداره | اگست 13th, 2012


نن غرمه مهال ۱۲ بجې دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په انګړ کې يو افغان پولیس شير علي چې ظابتي رتبه يې درلوده په هغه امريکايي ډلې وسلوال بريد وکړ چې دغې ولسوالۍ ته دسلا مشور و لپاره ورغلې وه ، دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل دغه دامریکايي عسکر او نور لوړ پورتبه کسان د اچين ولسوالۍ په انګړ کې له کورنيو پوځيانو سره د مشورو په حال کې وو چې ظابت شيرعلی دحاجي اسماعيل زوئ دخپل پيکا ماشيندار خوله پرې را وڅرخوله ۳ امريکايان يي ځای په ځای قتل او د ولسوالۍ د استخباراتو دافغان مدير په ګډون يي ۴ نور امريکايی عسکر سخټ ټپيان کړل .
ناټو او ايتلافي ځواکونو تراوسه پوري په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024