کور / تازه خبرونه / بېړنی خبر: په نيمروز کي ۳ ځانمرګي بريدونه وسول

بېړنی خبر: په نيمروز کي ۳ ځانمرګي بريدونه وسول

څو شېبې مخکي د روژه مات پر مهال په نميروز ولايت کي دري ځان وژونکي بريدکوونکو درې چاودني رامنځته کړې چي پراخه مرګ ژوبله يې واړوله .
د نيمروز د امنيې قومندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالمجيد لطيفي وايي چي ۲۵ کسان په دې بريدونو کي وژل سوي او تر پنځوس نور زخميان دي .
د نوموړي په وينا چي طالبانو غوښتل چي پر بيلابيلو دولتي مرکزونو ډله ايز بريدونه ترسره کړي ، د نوموړي په وينا چي دغه هڅه د ۳ ځانمرګو بريدکوونکو په ژوندي نيولو او ۵ نورو په ويشتلو سره تر ډېره شنډه سوه .
د امنيت آمر په وينا بريدونه د نيمروز په مرکز زرنج کي رامنځته سول چي ۲۵ ملکي وګړي وژل سوي او ۵۰ نور ملکي وګړي زخميان سويدي .دغه رنګه ۴ نظامي کسان وژل سويدي او ٦نور نظاميان ټپيان دي .
که څه هم دولت ددغو بريدونو پړه پر طالبانو ور اچولې ده خو د طالبانو دخوا ددغو بريدونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي .
د يادوني وړ ده چي د نيمروز څخه لراوبر ته په تازه رسيدلو پيغامونو کی د زخميانو شمېره تر شپيته زياته ښووله کيږي خو تر اوسه يې باوري سرچينو دغه شمېرې نه دي تائيد کړي.