کور / خبرتیا او پيغامونه / اسلامي کنفرانس ګډونوالو ته سرخلاصی ليک

اسلامي کنفرانس ګډونوالو ته سرخلاصی ليک

وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا
او پر ځمکه وروسته له هغی چی اصلاح شوی وی، فساد مه کوی
(قرآن کریم سوره اعراف 7:56)
لعن الله الراشی و المرتشی و الماشی بینهما
خدای تعالی رشوت ورکوونکی ا و رشوت اخیستونکی او او د دوی ترمنځ مینځګړی باند لعن کړی
(بحارالانوار، ج ۱۰۱، ص ۲۷۳)

په سعودي عربستان کې د اسلامي کنفرانس ګډونوالو ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې سرخلاص لیک

کابل- د زمری ۲۴مه ۱۳۹۱کال

افغانستان د یوه آزاداو خپلواک اسلامي هیواد په توګه د اسلامي همکاریو د سازمان له جوړیدو سره سم (۱۳۴۸ هجری شمسی کال) د نوموړی سازمان دعړیتوب ویاړ لري او تل يې د اسلام د مقدس دین د ګټو او ارزښتونو په ساتنه کې له اسلامي هیوادونو سره همغږی ښودلی ده.

په پام کې ده چې دغه سازمان د روانی میاشتې په او ۲۵مه نیټه د اسلامي هیوادونو دمشرانو په ګډون دسعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین عبد الله بن عبدالعزیزپه کوربه توب د اسلامي امت د وضیعت د څیړنې په موخه د مکې مکرمې په ښار کې فوق العاده غونډه جوړخ وکړی.

د اسلامي هکاریو سازمان د افغانستان دخلکو په سپیڅلي جهاد کې دچی د کمونستی نظام ‍پر وړانی خپل کلیدي او رغنده رول لوبولی دی چې د دغه هیواد نجیب او پر دین مین ملت د دوې مرستو ته دقدر په سترګه کتلي او هیڅکله به یې هیر نکړي. خو له بده مرغه په دې وروستیو څو کلونو کې د افغانستان په مسایلو کې د نوموړې سازمان رول کم رنګه شویدی چې په نوموړې هیواد او سیمه کې دستونزو درا پیدا کیدو سبب ګرځیدلی.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکه د اسلامی امت د اړیکو سازمان څخه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو د پایته رسولو لپاره د افغانستان حکومت او د اسلامی همکاریو سازمان ته خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړي د زړه له کومي مننه او قدرداني کوي او څرګندوي چې دغه ډول هلې ځلې د هیواد متدین ملت ته چې ملیونونو کسانو يې په دغه وروستیو لسیزو کې خپل ځانونه او د بدن غړي د دین او اسلام په ساتنه کې له لاسه ورکړي ګټور تمام شي.

دغه شبکه د افغانستان مظلوم ملت او مدنی ټولنو په استازیتوب ټینګار کوي چې پراخ اداري فساد په هیواد کې د ټولو بی عدالتیو، نا امنیو، د تاوتریخوالو د زیاتیدو، د مخدره موادو د کښت او قاچاق او د ولس او حکومت ترمنځ د واټن پیدا کیدو یواځنی عامل دی. ښکاره خبره ده چې حکومت په یواځیتوب سره نشي کولای له دغې ستونزې سره چې د سرطان په څیر یې ریښې ټولو ځایونو ته غزیدلی مبارزه وکړي.

په همدې اساس نوموړې شبکه د دغه کنفرانس له ګډونوالو په ډیر درنښت غوښتنه کوي تر څو په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې موضوع ته پخپلو خبرو اترو کې ځای ورکړي او د اسلام د مقدس دین د اصولو او د محمدی (ص) شریعت په رڼا کې دغه لوېې ستونزې ته د حل لارې په لټه کې شي او له دغې دردونکی عذاب څخه د دې هیواد کړیدلي ملت چې د تیرو لسو کلونو په موده کې قرباني شوی نجات ورکړي.

ددغی لیک کاپی لاندنی مراجعو ته:
د افغانستان اسلامی دولت جمهور رییس جلالت مآب حامد کرزي
د سعودی عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین ملک عبد الله بن عبد العزیز
د اسلامی همکاریو د سازمان دار الانشا رییس جلالت مآب داکټر اکمل الدین احسان اوغلو