کور / خبرتیا او پيغامونه / د لراوبر ټولو لوستونکو او لیکوالو ته یوه اړینه خبرتیا

د لراوبر ټولو لوستونکو او لیکوالو ته یوه اړینه خبرتیا

دلراوبر ویبپاڼې اداره خپلو لوستونکو ، لیدونکو ، مینه والو او په ځانګړي ډول ټولو پښتنو لیکوالو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي چي په افغانستان کي په جګړه بوختو ځینو دجاسوسۍ ادارو په مستعارو نومونو دپښتنو دمشرانو دبې پته کولو لپاره په پښتو ژبه واکمن کسان په دندو ګومارلي دي . لراوبر ویبپاڼې ته رارسېدلي معلومات ښيي چي دا کسان به په افغانستان کي دپښتني سیاست والو، لیکوالو، ژورنالیستانو ، لوړپوړو حکومتي مامورینو او هم دا راز پښتني څېرو دبدنامه ولو لپاره کار او هڅه کوي. دوی به خپلې لیکنې دپښتو رسنیو له لاري خپروي،څو وکولای سي خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي .

دا چې موږ ولس ته د خدمت پر ځای په دغه ستره ګناه کې شامل نسو او دخپلي ژبي او ولس سره مو خیانت نه وي کړی ، دلراوبر ادارې پرېکړه کړې چي دهیڅ یوه هغه لیکوال لیکنه نه خپروي چې بشپړ هویت یې معلوم نه وي .

هیله ده دلراوبر ویبپاڼې د ادارې دا پرېکړه هغه افغان لیکوال نا هیلي نکړي چي د اړتيا له امله په مستعارو نومونو لیکنې کوي‌.
هغه لیکوال چي دځینو سياسي ستونزو له کبله خپل هویت نه ښيي ، کولای سي‌ دلراوبر ادارې ته ځان وروپېژني او بیا د لراوبر ويبپاڼي د پاره په مستعار نوم لیکنې وکړي‌. ددوی هویت به دتل لپاره خوندي او دلراوبر له ادارې سره امانت وي .
موږ دا ژمنه کوو چي دهیڅ ډول فشار په وړاندي به دهغه لیکوال هویت ښکاره نکړو چې اداره یې پېژني خو نه غواړي چې نورو ته وروپېژندل شي ، زموږ دغه دريځ د لراوبر په خپرنيزه تګلاره کي له لومړي سره روښانه دی .

زموږ هیله داده چې په افغانستان کې دیوه بې پرې او ریښتوني ژورنالیزم په وړاندي به دلراوبر ویبپاڼې دا ګام تاسو هم راسره بدرګه کړئ او په خپل هیواد کې به دبیان ریښتوني ازادۍ ته دلاري په هوارولو ، خپل قام ، ولس او ژبي ته دکار کولو په موخه زموږ مرسته او ملاتړ وکړئ .

له نورو افغاني برېښناپانو او رسنیو هم دورته ګام داخیستلو غوښتنه کوو.

په درنښت
دلراوبر ویبپاڼې چلوونکې ډله