کور / تازه خبرونه / کندوز:دپرونۍ چاودني دقربانيانوشمېره زياته سوېډه

کندوز:دپرونۍ چاودني دقربانيانوشمېره زياته سوېډه

د بي بي سي د خبر پر اساس د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د چاودنې مرګ ژوبله نوره هم لوړه شوې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا د رياست مشر سعد مختار بي بي سي ته وویل د وژل شويو شمېر اوس ۲۲ ته رسېدلی دی.
ښاغلی مختار وايي په دغه بمي چاودنه کې د ټپي شويو کسانو شمېر هم اوس ۳۸ ته
ختلی چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی .
له کندز نه په ورکړل شويو مخکنيو راپونو کې ويل شوي وو چې په دغه چاودنه کې ۱۲ کسه وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ټپيان دي.
ولايتي چارواکي وايي د وژل شويو ډېری يې ملکي وګړي دي
افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا سفارت د ملکيانو وژنه غندلې ده.
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ مسؤولين وايي بم په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی و، او تېره ورځ (سه شنبه، اګست ۱۴) له روژه ماتي يوازې څو دقيقې وړاندې وچاودېد.
کندز چې له تخار او بغلان سره ګډه پوله لري د افغانستان په شمالي ولايتونو کې تر ټولو ناارامه ولايت بلل کېږي.
په کندز کې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې ثبت شوي او افغان او بهرني ځواکونه وايي دغلته د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي هم فعاله دي.
دوی وايي د دغه غورځنګ غړي له وسله والو طالبانو او القاعده شبکې سره پراخې اړیکې لري او په سيمه کې تاوتريخوالي ته لمن وهي.
په کندز کې تر ټولو مرګونې پېښه څو کاله وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو پر هغو تیلي ټانکرو هوايي ګوزار وکړ چې ځايي خلکو ترې تېل وړل.
دغه ټانکر لومړی وسله والو طالبانو ګرځولي وو او ناټو په همدې فکر چې ګواکې له تيلي ټانکرو راتاو کسان طالبان دي پر هغوی هوايي بريد وکړ.

داولسمشر دفتر:د ۱۳۹۱ کال د اسد ۲۴مه – د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون مازدیګر د مکې مکرمې په ښار کې په خپل استوګنځي کې د پاکستان له جمهور رئیس آصف علي زرداري سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک هم حاضر وو، دواړو لوریو له تروریزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان پر خاوره د پاکستان لخوا د توپچي او توغندي بریدونو په اړه وویل چې دغو بریدونو د افغانستان د خلکو پر احساساتو او له پاکستان سره د افغانستان پر دوستۍ باندې ډېره منفي اغیزه کړې ده او ادامه یې د پاکستان په خیر نده.

حامد کرزي له پاکستان څخه وغوښتل چې دغه بریدونه فوراً ودروي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې ددواړو هیوادونو یو ګډ نظامي هیأت باید ژر تر ژره د ډبورنډ له کرښې څخه لیدنه او د وروستیو بریدونو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

په دې کتنه کې د پاکستان پلاوي هم د سرحدي ستونزو په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړې او د پاکستان جمهور رئیس ډاډ ورکړ چې حکومت به یې د بریدونو موضوع ډېر ژر د افغان نظامي پلاوي سره په جدی توګه تعقیب کړی.